کریکبال وېبپاڼه- کریس ګېل چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کيږي،که څه هم نوموړی په ای پي ایل سيالیو کې ښه ریکارډ له ځان سره لري او همداشان د لوبډلې د مشر کې ایل راهول سره یې د سيالیو پر مهال ښه ملګرتیا هم ترسره کړي،سره ددې نوموړی د تیرو دوو لوبو څخه کېنول شوی دی چې دا د کرکټ مینه والو لپاره یو د حیرانتیا خبر دی.
د کینکز الیون پنجاب لوبډلې مشر کې ایل راهول وایي،کریس ګېل د میچ ګټونکی لوبغاړی دی،یقینا د لومړیو څو سيالیو څخه د هغه ډراپ کول د دوی لوبډلې لپاره تر ټولو سخته پریکړه وه.
((کریس ګېل شل اوریزو سيالیو کې یو ستر د سيالۍ ګټونکی لوبغاړی شمیرل کیږي.د یو داسې میچ ګټونکي لوبغاړي ډراپ کول،تر ټولو سخته پریکړه وه.ګېل د لاک ډاون وروسته ورځ تر بلې فېټ او ښه کیږي.))
د یادونې وړ ده چې کریس ګېل د شل اوریزو سيالیو یو تر ټولو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي،یو ځل چې نوموړی په بریدګر بيټینګ پیل وکړي،سوځول یې بیا ډیر ستونزمن وي.
داسې کم پیښيږي چې په سوداګریزو لیګونو کې دې دغه د نړۍ خطرناک لوبغاړی له کومې لوبډلې څخه کینول شي.خو نوموړی په روان ای پي ایل سيالیو کې تراوسه د خپلې لوبډلې لخوا ندی لوبیدلی.
د افغانستان (اې پي ایل) څخه نیولې د کاناډا ګلوبل شل اوریزو،د بنګله دېش پریمیر لیګ سيالیو څخه نیولې تر ایوریسټ پریمیر لیګ سيالیو،په ټولو کې نوموړی لوبیدلی دی.
کریس ګېل په ۴۰۴ شل اوریزو سيالیو کې برخه اخیستي او له دیارلس زرو څخه یې زیاتې منډې جوړې کړي دي.په یوه لوبه کې يې زیاتې منډې ۱۷۵ دي. ۲۲ سلیزې او ۸۲ نیمه سلیزې هم لري.