د چنای لوبډلې د څو ماتو وروسته مینه وال د سوریش رېنا راستانیدل غواړي! | خبریال

د چنای لوبډلې د څو ماتو وروسته مینه وال د سوریش رېنا راستانیدل غواړي!

 

کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې مینه والو له سوریش رېنا غوښتنه کړي چې لوبډلې ته راستون شي او لوبډله لدې سخت حالت څخه وباسي.

چنای سوپر کینکز لوبډلې مینه وال له هغې وروسته د سوریش رېنا راستانیدلو غوښتنه کوي،چې لوبډلې یې د تیره جمعې په ورځ یوه بله سيالي هم ډهلي کېپټلز لوبډلې ته بایلوده.

چنای سوپر کینکز لوبډلې د ای پي ایل سيالیو پیل ښه ورکړی وو او لومړی لوبه کې یې ممبۍ انډیانز لوبډلې ته ماتي ورکړه.خو وروسته یې په خپل قطار کې دوه سيالۍ بایلودې.

تیره سيالۍ کې چنای سوپر کینکز لوبډله د ۱۷۵منډو هدف په تعقيب کې پاتي راغله او ۱۳۱ منډې یې جوړې کړې.

نور د چنای سوپر کینکز لوبډلې مینه والو ته هم د خپلې لوبډلې ماتي د زغملو وړ ندي او له سوریش رېنا څخه یې غوښتنه کړي چې ای پي ایل سيالیو ته راستون شي او لوبډله لدې سخت حالت وژغوري.

سوریش رېنا د ای پي ایل سيالیو د پیل وړاندې لدغه لیګ څخه د شخصي ستونزو له کبله بهر شو،چې ورسره د کرکټ مینه والو سخت غبرګونونه ښکاره کړل.

یو په هغوی کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک وو،چې د هغه د ناڅاپي وتلو په پریکړه یې غبرګون ښکاره کړ او ويې ويل چې سوریش رېنا به یوازې خپلې پيسې له لاسه ورکړي.

دا چې د مینه والو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې د سوریش رېنا د راستانیدلو غوښتنه شوي،د یادو اوازو په ځواب کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې اجرائیه رئیس ويلي،سوریش رېنا یو ځل د دغو سيالیو څخه بهر شوی او دوی بیا ورته اړتیا نه لري.نوموړي وويل،کرکټ کې ښې او بدې ورځې وي،خو نوموړی به لوبډلې ته راستون نه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ