ای پي ایل: کلکتې په ۷ ویکټو حیدراباد لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: کلکتې په ۷ ویکټو حیدراباد لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه اتمه لوبه کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په اوو ویکټو په اسانۍ سره سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې ته ماتي ورکړه او لومړی بریا یې خپله کړه.

سنرایرزس حیدراباد لوبډلې په یاده سیالۍ کې ځینې تغیرات هم راوستي وو او په لومړي ځل یې روان لیګ کې افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل ته هم ځای ورکړی وو.

سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او په شل اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې او کلکتې لوبډلې ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۱۴۳ اسانه منډو هدف کیښود.

کلکتې لوبډلې یاد هدف په اسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۸ اورونو کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د کلکتې لپاره په توپ وهنه کې پیلیز یا اوپنر لوبغاړي شوبمن ګېل ښکلي لوبه ترسره کړه او تر پایه په ۷۰ منډو ناسوځیدلی پاتې شو.

نوموړي توپ وهنه کې ۲ شپږیزه او ۵ څلوریزې شاملې وې.مورګن هم ښه لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۲۹ توپونو د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۴۲ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د حیدراباد لخوا توپ اچونه کې راشدخان ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

نبي ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې،خو بې ویکټې پاتي شو.

لدې وړاندې د حیدراباد لپاره توپ وهنه کې محمد نبي عیسی خېل په ۸ توپونو د ۲ څلوریزو په مرسته ۱۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې زیاتې منډې مانیش پانډې (۵۱)،ورنر (۳۶) او سها (۳۰) منډې جوړې کړي وې.

حیدراباد لوبډلې راتلونکي بله لوبه د سې شنبې په ورځ د ډهلي کېپټلز لوبډلې سره ده.

نن ماښام به پدې سیالیو کې کینکز الیون پنجاب لوبډله د راجستان رویلز لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

تراوسه ډهلي لوبډله د ۴ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ