افغان کریکټ بورډ د فرمایشي ګمارنو ښکار دی | خبریال

افغان کریکټ بورډ د فرمایشي ګمارنو ښکار دی

کریکبال وېبپاڼه- د غیرې مسلکي رهبرۍ له برکته د افغانستان کریکټ اینده له ستر ګواښ سره مخ ده،هره ورځ له افغان کریکټ بورډ منفي خبرونه را بهر کېږي.

یا خو د ګمارنې پر سر جنجال شوی وي،یا هم بې دلیله او غیرې مسلکي ګمارنه او غیرې مسلکي کسان پر دنده ګمارل شوي وي او یا هم دا چې د بورډ د عمومي ریاست او اجرایه ریاست تر منځ د نه یې منم!
تا وېلي ما وېلي مسآیل…
بېل اخېره اجرایه ریاست هم د دې کش ماکش قرباني او اوس سرپرستي پکې روانه ده.
د وخت د عمومي مشر فرهان او پخواني اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي تر منځ خو درځ غوبل د ګمارنو، ډلو، خپلوانو او … پر سر تېر شو او بارکزی هم کور ته رخصت کړل شو،خو کیسه داسې ډیزاین شوې وه، چې د کریکټ بورډ پر یوه دروازه بارکزی بهر شو، لطف الله لا په کور کې د ارام چای نه و نوش کړی چې فرهان خپل سکرتر،مشاور او ریبار بارکزی بیا راوغوښت او تېره اونۍ یې د خپل مرستیال په حیث مقرر کړ،فرهان چې په بهر چکر او خپل کور انګلستان کې باید ډېر پاتې شي،فقط یې د خپلې څوکۍ د ډکونې لپاره غیرې ضروري ګمارنه وکړه،خو بارکزي هم خپل هدف درلود. داسې چې د بورډ له دندې یې دا ګټه واخیسته چې اوس خبر خپور شو امریکا کې یې پنا قبوله او دندې ته هم استعفأ ورکړه.
اوس خبر خپور شوی چې ګواکې ولسمشر د چیرمېن د مرستیال چوکۍ په یو امر سره لغوه اعلان کړې،ښه چې ارګ دومره د بورډ په موضوعاتو کې دخیل دی او لاس وهنې هم کوي، د چیرمېن له بې کفایتۍ او کړنو نه دی خبر؟

د بارکزي دا کیسه یې یو مثال و،خو له کومې ورځې چې فرهان بورډ ته راغلی،سیاست،فرمایشاتو،خورد و بورد، او انډیوالي هم بورډ انحصار کړی.
هره ورځ نوې خو غیرې مسلکي کړنې تکرارېږي،بده یې لا دا چې د واک او حرام معاش روږدي،ځینې کارمندان دا هر څه پټ ساتي او رسنۍ هم بیخي کم دا معلومات تر لاسه کوي.

که همدا غیرې مسلکيان او مفت خواره همداسې پر افغان کریکټ بورډ چاپېر وي،یوه ورځ به افغان کریکټ هم لکه د زیمباوبې،کینیا او… غوندې بېنډ وي.

بودیجه نشته،سپانسر نشته،د ملي لوبډلې لوبې نشته،آن دا چې اسټرالیا سره مو یوه ټېسټ لوبه وه هغه هم وځنډول شوه.

که مسلکي کسانو واک لرلی،نو کم و زیات خو به مو دا لوبه نه ځنډیدای،نورې لوبې خو هسې هم پلان کې نشته.

د دې ټولو ستونزو د حل لپاره یوازې یوه لاره ده،مسلکي کس ته د واک/مسؤلیت تر څنګ بشپړ صلاحیت ور کول، سپوټ کول او بس.

لیکنه: بهار سمسور

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ