ډيويډ ورنر د مانیش پانډې او سها له توپ وهنې ناراضایت څرګند کړ | خبریال

ډيويډ ورنر د مانیش پانډې او سها له توپ وهنې ناراضایت څرګند کړ

کریکبال وېبپاڼه- سنرایزرس حیدراباد لوبډلې تیره شپه د کلکتې لوبډلې خلاف سيالي په اوو ویکټو بایلوده او پدې سره روان لیګ کې یوازینۍ لوبډله ده چې تراوسه بریا نه لري.د پرونۍ لوبې د ماتي وروسته د یادې لوبډلې مشر ډيويډ ورنر د منځنیو توپ وهونکو له ورو لوبې څخه خواشیني او ناراضایت څرګند کړ.

نوموړي په غیر مستقیمه توګه اشاره د رېډمن سها او مانیش پانډې توپ وهنې ته وه،چې سنرایزرس لوبډله یې د ناکامۍ په لوري روانه کړه.

پانډې او سها د لسم اور څخه نیولې تر اتلسم اور پورې لوبه ترسره کړه،خو دوی پدې ونه توانیدل چې د لوبډلې لپاره غټ شاټونه ووهي او د لوبډلې منډې جوړې کړي.

دواړو لوبغاړو په ګډه ۵۱ توپونه ولوبول او یوازې ۶۲ منډې يې پرې جوړې کړې.

په دوی دواړو لوبغاړو کې سنرایزرس لوبډلې ته زیاته ضربه رېډمن سها ورسوله. نوموړي په ۳۱ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.چې دا په شل اوریزو لوبو کې ورو لوبه شمیرل کیږي.

سنرایزرس لوبډله داسې نه وه چې لوبغاړي یې په لاس کې نه درلودل،بلکې د محمد نبي په څير نور زیات هېټران پاتي وو.خو یادو دوو لوبغاړو هغه شان چې لازمه وه لوبه یې ترسره نه کړه.

ډیويډ ورنر پخپلو خبرو کې وویل: ((دا دوه نور چې تر شل اورونو پورې توپ وهنه ترسره کوي،مونږ پخپله څانګه کې نور توپ وهونکي نه درلودل.مونږ خپله د څلورو-پنځو اورونو لوبولو سره تر ۲۰ پورې منډې جوړې کړې،خو کله چې زه وسوځيدم.هغه شان چې لازمه وه لوبه چټکه نشوه.مونږ باید منځینۍ برخه کې  زیاتې څلوریزې وهلي وای او فشار مو پرې وارد کړی وای.کوم (ډټ) بالونه چې مونږ ولوبول له هغې کبله خواشینی یم.یاده لوبه کې ۳۵ او ۳۶ ډټ بالونه ولوبول شول چې دا په شل اوریز کرکټ کې د منلو وړ ندي.))

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ