د اسټرالیا ښځينه ویکټ ساتونکې الیاسه هېلي د ډوهني ریکارډ مات کړ | خبریال

د اسټرالیا ښځينه ویکټ ساتونکې الیاسه هېلي د ډوهني ریکارډ مات کړ

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې الیاسه هېلي په شل اوریزو سيالیو کې د ویکټ ساتونکې لوبغاړې په توګه د هند پخواني کپتان مهندراسينګ ډوهني ریکارډ مات کړ او نوموړې په شل اوریزو سياليو کې لومړۍ ویکټ ساتونکې لوبغاړې شوه چې ډير لوبغاړي سوځاوي.

نوموړې د مهندراسينګ ډوهني ریکارډ د نیوزیلینډ خلاف د درې شل اوریزو لوبو سيریز په دوهمه شل اوریزه سيالۍ کې مات کړ.

هېلي اوسمهال د یوه ویکټ ساتونکې په توګه شل اوریزو سيالیو کې ۹۲ لوبغاړي سوځولي،خو ډوهني بیا ۹۱ لوبغاړي سوځولي دي.

مهندراسينګ ډوهني د یوه ویکټ ساتونکي په توګه په ۹۸ شل اوریزو لوبو کې ۹۱ لوبغاړي سوځولي دي او هېلي بیا په ۱۱۴ شل اوریزو لوبو کې د یوې ویکټ ساتونکې په توګه ۹۴ لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني اوسمهال په ای پي ایل سيالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي.نوموړي د تیرې اګسټ میاشتې په پنځلسمه نېټه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.خو الیاسه هېلي اوس هم د اسټرالیا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي او نوموړې به د نیوزیلینډ خلاف د شل اوریز سیریز وروسته د یادې لوبډلې خلاف یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ