ای پي ایل: د راجستان لخوا پنجاب ته یو ښه ځواب ورکړل شو | خبریال

ای پي ایل: د راجستان لخوا پنجاب ته یو ښه ځواب ورکړل شو

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې راجستان لوبډلې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته یوه سخته نامنونکي ماتي ورکړه.

راجستان لوبډلمشر د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې نوبت کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته ورکړ.

پنجاب لوبډلې لدې فرصت ګټه واخیسته او دواړو اوپنرانو ماینک اګروال او کې ایل راهول يو په زړه پورې پیل ورکړ.

دواړه لوبغاړي د لومړي اور څخه نیولې تر اوولسم اور پورې ولوبیدل.وروسته د اوولسم اور په دریم توپ سره اګروال پداسې مهال وسوځیده چې د لوبډلې منډې یې په ۱۸۳ کې وې.

اګروال په ۵۰ توپونو د ۷ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

پنجاب دوهمه ویکټ د راهول يه ۱۸م اور په وروستي توپ سره پداسې مهال دلاسه ورکړه چې د لوبډلې منډې یې ۱۹۴ وې.

له دواړو اوپنرانو سوځیدلو وروسته پورن او مکسویل ښه لوبه ترسره کړه.

پورن په ۸ توپونو د ۳ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۲۵ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او مکسویل بیا په ۹ توپونو د ۲ څلوریزو په وهلو ۱۳ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او راجستان لوبډلې ته یې د ۲۲۴ منډو ستر هدف کيښود.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې،که څه هم ډهلي لوبډلې د سر لوبغاړی جوس باټلر په ۴ منډو له لاسه ورکړ،خو وروسته د سنجو سمسون او سټیو سمېت ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه.

د یادو لوبغاړو سوځیدو وروسته لوبه د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه روانه شوه،خو په وروستیو اورونو کې د راهول تيواتیا لخوا په کټرل باندې په یوه اور کې پنځه شپږیزې ولګېدې او سیالي بیرته د راجستان لوبډلې په ګټه واوښته.

وروستیو دوو اورونو کې راجستان لوبډلې ته په ۱۲ توپونو ۲۱ منډې پاتي شوې. د ارچر لخوا په محمد شامي دوه سر په سر شپږیزې ولګېدې او هدف یې را لنډ کړ او بالاخره ټاکل شوی هدف د راجستان لوبډلې لخوا د وروستي اور په دریم توپ سره ترلاسه او په څلورو ویکټو یې یوه ستره بریا خپله کړه.

یاده دې وي چې دا د ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ستر هدف په وو،چې په همدې ګراونډ ترلاسه شو.

د راجستان لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې سانجو سمسون په ۴۲ توپونو (۸۲) منډې جوړې کړې.نوموړي توپ وهنه کې ۷ شپږیزې او ۴ څلوریزې شاملې وې.

همداشان سټیو سمېت په ۲۷ توپونو د ۲ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته (۵۲) منډې جوړې کړې.

راهول تیواتیا چې راجستان لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ادا کړ.نوموړي په ۳۱ توپونو د ۷ شپږیزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې او جوفرا ارچر په درې توپونو د ۲ شپږیزو په مرسته (۱۳)ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي چې نن به پدې سیالیو کې د رویل چیلینجرز بنګلور او ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ