غازي امان الله خان لیسټ اې سیالیو لپاره لوبډلې اعلان شوې | خبریال

غازي امان الله خان لیسټ اې سیالیو لپاره لوبډلې اعلان شوې

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ غازي امان الله خان لیسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو لپاره لوبډلې اعلان شوې.

په اعلان شوو لوبډلو کې د مس عینک زون لخوا رحمن الله ګربز د لوبډلې مشري په غاړه لري.

د بند امیر لوبډلې لخوا حشمت الله شهیدي، د بوست زون لخوا نجیب الله ځدراڼ،د آمو زون لخوا جاوید احمدي او سپین غر زون لخوا فرید ملک د لوبډلو مشرۍ په غاړه لري.

د افغانستان کرکټ ډایریکټر رئیس احمدزي ویلي،لوبډلو ته یې لوبغاړي د استعداد له مخې اخیستي دي.

د احمدزي په وینا، د یادو سیالیو لپاره یې لوبغاړي له دریو کټګوریو اخیستي،چې لومړی یې د ملي لوبډلې لوبغاړي دي، دویمه کټګورۍ کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي دي او په دریمه کټګورۍ کې د کورني کرکټ ځلېدلي لوبغاړي غوره شوي دي.

رئیس احمدزي همداشان پخپلو خبرو کې وویل،چې لدې وروسته به د ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کورنیو سیالیو کې ولوبیږي.

دغه سیالۍ به د راتلونکي اکتوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د کندهار ولایت په کوربتوب پیل چې د اکتوبر تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د یادو لوبډلو لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی.

د بند امیر زون: حضرت الله ځاځی، حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، عمران جنت، دروېش رسولي، ضیاء پرواني، کریم جنت، محمدسردار، فرمان الله، عبدالرحمن، شفیق الله غفاري، حمزه هوتک، نوین الحق، وقار سلامخېل، نجات مسعود، محمدالله همکار.

احتیاطي لوبغاړي: اصف موسی زی، شمس الرحمن،یونس احمدزی.

مس عینک لوبډله: رحمن الله ګربز لوبډلمشر، نورعلي ځدراڼ، رحیم منګل، رحمت شاه، شاهد کمال، غمی ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، احسان منګل، فضل نیازی، ضیاء اکبر، ضیاء شریفي، ظاهر خان، یوسف ځاځی، ګلبدین نایب او حسیب.

احتیاطي لوبغاړي: ناصر توتاخېل، عمران میر، اصغر اتل.

بوست لوبډله: نجیب ځدراڼ لوبډلمشر، نصیب الله شېردلی، ابراهیم ځدراڼ، قدرت الله، احسان جنت، منیر کاکړ، ناصرجمال، وقار اسحق زی، محمد عالم، عبدالباقي، عبدالله تره خېل، احمدضیاء، یمین احمدزی، سید شېرزاد او دستګیر خان.

احتیاطي لوبغاړي: عبدالنافع، نوید زابلی، عین الدین کاکړ.

آمو لوبډله:جاوید احمدی لوبډلمشر، فرهان ذاخېل، عبدالمالک، افسر ځاځی، اعجاز مهران، میرویس اشرف، عظمت الله عمرزی، زاهد ذاخېل، شرف الدین اشرف، ننګیالی خروټی، ظهیب خان، محمد سلیم، عبدالواسع، جمشېد او وفادار مومند.

احتیاطي لوبغاړي: سمیع سالارزی، کامل،عظیم خان.

سپین غر لوبډله:فرید ملک لوبډلمشر، بهارعلي شینواری، تمیم سرخرودی، عثمان غني، بهیرشاه، طاهر عادل، اکرام علي خېل، شوکت زمان، سمیع الله شینواری، قیس احمد، طارق ستانکزی، باطن شاه، فرهاد مومند، افتاب عالم او زبید اکبري.

احتیاطي لوبغاړي:ابراهیم عبدالرحیم زی، شبیر نوري،عبدالله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ