کندهار بوست غوره لیګ | خبریال

کندهار بوست غوره لیګ

کریکبال وېبپاڼه- د کندهار په کوربتوب کې د بوست غوره لیګ سیالیو کې ناصر افغان بالا حصار لوبډلې د الفرهاد ابراشیم کاروان لوبډلې ته په ۳۲ منډو په ماتي ورکړه او پدې سره یې د یاد لیګ نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

ناصر افغان بالا حصار لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د درحمن الله ګربز د ۵۰ منډو، همداشان د نجیب الله او احمد ظاهر پټان د۳۶ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.
الفرهاد لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۹۶ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۳۲ منډو په توپیر بایلوده.

 

رحمن الله ګربز د سیالۍ غوره لوبغاړی او عبدالمالک د سیالۍ سټایلیش لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوي چې سبا ماسپښین په یوه نیمه بجه به د ناصر افغان بالا حصار او حیات میوند اتلانو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ