بنګلور لوبډلې په سوپر اور کې د ممبۍ خلاف بریا خپله کړه | خبریال

بنګلور لوبډلې په سوپر اور کې د ممبۍ خلاف بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه د ممبۍ انډیانز او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالي ترسره شوه،چې لومړی د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي مساوي او وروسته بنګلور لوبډلې په سوپر اور کې بریا خپله کړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړه.

بنګلور لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلو شل اورونو کې ۲۰۱ منډې جوړې کړې او ممبۍ لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو هدف کيښود.

د بنګلور لوبډلې لخوا توپ وهنه کې ارون پېنچ (۵۲)،پاډیکل (۵۴).په وروستیو کې ډیویلیرز چټکې (۵۵) او شیوام ډوبي (۲۷) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د ممبۍ انډیانز لخوا توپ اچونه کې بولټ (۲) او چهار (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا ایشان کېشان په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

نوموړي په ۵۸ توپونو (۹۹) منډې جوړې کړې،۹ شپږیزې او دوه څلوریزې یې ووهلې.

پولارډ هم ښه لوبه ترسره کړه او په ۲۴ توپونو یې د ۵ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته (۶۰) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې په مساوي کیدو کې یې مهم رول ادا کړ.

ممبۍ لوبډلې ته په یوه توپ د سیالۍ ګټلو په موخه ۵ منډې پاتي وې،خو پولارډ د ۴ په وهلو سره سیالي مساوي کړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالي مساوي شوه.

سوپر اور:

په سوپر اور کې د ممبۍ انډیلنز لخوا توپ وهنې ته پولارډ او هارډیک پانډیا توپ وهنې ته راښکته شو او د بنګلور لوبډلې سېني توپ اچونې ته غوره شو.

د سوپر اور په لومړي توپ پولارډ یوه منډه جوړه کړه او په دوهم توپ پانډیا هم یوه منډه جوړه کړه.

دریم توپ په کیرون پولارډ میس او په څلورم توپ یې ۴ ووهله.په پنځم توپ پولارډ وسوځیده او په وروستي توپ هارډیک پانډیا (بای) منډه ترلاسه کړه.پدې سره یې سوپر اور کې بنګلور لوبډلې ته د ۸ منډو یو اسان هدف کیښود.

د بنګلور لوبډلې لخوا په سوپر اور کې توپ وهنې ته کپتان ویراټ کوهلي او ډیویلیرز را ووتل او د ممبۍ لخوا بومرا سوپر اور ته غوره شو.

په لومړي توپ ډیویلیرز یوه منډه ترلاسه کړه او سټرایک یې ویراټ کوهلي ته بدل کړ.

ویراټ کوهلي هم په دوهم توپ سینګل ترلاسه کړه.په دریم توپ که څه هم بومرا ډیویلیرز وسوځاوه،خو د ریویو اخیستلو وروسته معلومه شوه چې ډیویلیرز ندی سوځیدلی او دغه توپ هم پرې میس شو.

په څلورم توپ ډیویلیرز په ټاپ ایج سره څلوریزه ووهله.په پنځم توپ توپ یې بیا یوه منډه جوړه کړه او په وروستی توپ چې یوه منډه پاتي وه،ویراټ کوهلي یوه منډه ترلاسه کړه او په سوپر اور کې بریا خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې دا دوهم ځل وو،چې روانو سیالیو کې لوبه سوپر اور ته ځي.

نن به پدې سیالیو کې د حیدراباد او ډهلي کېپټلز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ