ای پي ایل: د راشدخان بهترینه بالینګ په مټ حیدراباد لومړی بریا خپله کړه | خبریال

ای پي ایل: د راشدخان بهترینه بالینګ په مټ حیدراباد لومړی بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د راشدخان په زړه پورې توپ اچونې په مټ په روانو ای پي ایل سیالیو کې د ډهلی کېپټلز لوبډلې په وړاندې لومړی بریا خپله کړه.

د سیالۍ ټاس ډهلي کېپټلز لوبډلې وګاټه او لومړی توپ وهنه یې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته ورکړه.

حیدراباد لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او ډهلي لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

د حیدراباد لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې ډیویډ ورنر په ۳۳ توپونو (۴۵) منډې ترلاسه کړې.

جوني بېرسټو په ۴۸ توپونو (۵۳) او کین ویلیمسن په ۲۶ توپونو (۴۱) منډې جوړې کړې.

د ډهلي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې رباډا او مېشرا (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې ډهلي لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره (۱۴۷) منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۱۵ منډو په توپیر بایلوده.

د ډهل لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې شیکار داون (۳۴) او رشاب پنټ ( ۲۸) زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي وو.

د حیدراباد لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې راشدخان تر ټولو اقتصادي او مخکښ توپ اچونکی وو.نوموړي ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

په نورو توپ اچونکو کې کمار (۲)،خلیل احمد او ناتاراجان (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې سبا به پدې سیالیو کې د راجستان رویلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ