ای پي ایل: ډهلي کېپټلز لوبډلې مشر ۱۲ لکه روپۍ جریمه شو | خبریال

ای پي ایل: ډهلي کېپټلز لوبډلې مشر ۱۲ لکه روپۍ جریمه شو

کریکبال وېبپاڼه- د ډهلي کېپټلز لوبډلې مشر شرییاس ایئر تیره شپه د حیدراباد لوبډلې خلاف هغه مهال د لوبڅارانو لخوا دوولس لکه جریمه اعلان شو،چې لوبډلې یې په ټاکل شوي وخت کې لوبه پای ته ونه رسوله،د اور څخه د سرغړونې یا ورو ترسره کولو له کبله جریمه اعلان شو.

د قوانینو له مخې چې کومه لوبډله په ټاکلي وخت سره لوبه یا اورونه پای ته ونه رسوي او ځنډ پرې وکړي،د میچ ریفري لخوا د لوبډلې کپتان جریمه کیږي.

د یادونې وړ ده چې دا په روانو ای پي ایل سیالیو کې دوهمه لوبډله شوه چې د اورونو ټاکلي مودې څخه د سرغړونې له کبله جریمه کیږي.

لدې وړاندې بنګلور لوبډلې مشر ویراټ کوهلي هم د لوبډلې د ورو اورونو یا ټاکلي وخت کې د اور نه ترسره کولو له کبله دوولس لکه هندۍ کلدارې جریمه شوی وو.

د حیدراباد لوبډلې خلاف ډهلي لوبډلې یاده لوبه د ۱۵ منډو په توپیر سره بایلوده.

د حیدراباد لخوا په یاده سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی راشدخان وو،چې څلورو اورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

یاده دې وي چې دا په روانو سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې لومړی بریا وه او د ډهلي لوبډلې بیا لومړی ماتي وه.یادې لوبډلې لدې وړاندې دوه ترسره کړل شوي لوبې ګټلي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ