مستفیظ الرحمان د ای پي ایل په میس کولو افسوس ښکاره کړ | خبریال

مستفیظ الرحمان د ای پي ایل په میس کولو افسوس ښکاره کړ

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي مستفیظ الرحمان د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ د ټیسټ سیریز ځنډیدو وروسته پدې افسوس ښکاره کړ،چې ورسره ددې سیریز سربیره یې د هند کورنۍ سترې تجارتي سیالۍ هم میس یا قضا کړې.

نوموړی که څه هم په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې د کومې لوبډلې لخوا نه وو اخیستل شوی،خو ممبۍ انډیانز او کلکتې لوبډلې یې د اخیستو تکل درلوده.

کله چې ای پي ایل سیالۍ را نږدې شوې،بنګله دېش کرکټ بورډ نوموړي ته لدې کبله ای پي ایل سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورنکړه،چې د دوی ملي لوبډلې د سریلانکا سره سیالۍ درلودلې.

دا چې اوس یادې سیالۍ د قرنطین موضوع په سر له ځنډ سره مخ شوې،مستفیظ پدې افسوس څرګند کړ،چې کشکې ای پي ایل سیالۍ یې نه وای قضا کړې.

هغه وویل: (( که چیرې بنګله دېش کرکټ بورډ لدې خبر وای،چې سریلانکا سیریز ځنډیږي.دوی به ماته ای پي ایل سیالیو کې د لوبیدو اجازه راکړي وای. څه چې وشول هغه وشول،که ما ای پي ایل کې لوبې کړي وای،یو کروړ داکایي روپۍ مو ترلاسه کولی شوې.))

نوموړي وویل،که دسریلانکا سره سیریز ترسره شوی وای،ډیر خوند به یې کړی وای.

هغه زیاته کړه،بنګله دېش کرکټ بورډ خپله هڅه وکړه چې له سریلانکا سره د قرنطین موضوع په سر یوې پریکړې ته وراسیږي،خو دا چې سریلانکا هیواد د قرنطین موده له ۱۴ ورځو نه را لنډوي.دا دوی خپل قانون دی او مونږ ورته احترام لرو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ