ای پي ایل: کلکتې لوبډلې په ۳۷ منډو توپیر راجستان رویلز لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: کلکتې لوبډلې په ۳۷ منډو توپیر راجستان رویلز لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه د کلکته نایټ رایډرز او همداشان د راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ د ای پي ایل دوولسمه لوبه هم ترسره شوه،چې پکې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د راجستان خلاف بریا خپله کړه.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د شپږو لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.

د کلکتې لخوا توپ وهنه کې شوبمن ګېل (۴۷)،اندري رسل (۲۴) او مورګن (۳۴) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د راجستان لوبډلې لخوا توپ اچونه کې جوفرا ارچر (۲) او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف ته راجستان رویلز لوبډله ونه رسیده او په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

د راجستان لخوا توپ وهنه کې یوازې دوه انګلستاني توپ وهونکي جوس باټلر او ټام کرن زیاتې منډې جوړونکي وو. باټلر (۲۱) او ټام کرن (۵۴) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د کلکتې لوبډلې لخوا توپ اچونه کې وېرون چکراوتی،کملیش ناګرکوټي او شېوام ماوي (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.همداشان کولدیپ یادف،ناراین او پاټ کمېنز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

نن به پدې سیالیو کې د ۱۳مه لوبه د کینکز الیون پنجاب او همداشان د ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ