روهیت شرما هم د کوهلي او سوریش رېنا د ریکارډ په لوري ور روان دی | خبریال

روهیت شرما هم د کوهلي او سوریش رېنا د ریکارډ په لوري ور روان دی

کریکبال وېبپاڼه- د ممبۍ انډیانز لوبډلې مشر روهیت شرما یوازې دوو منډو ته اړتیا لري،تر څو په ای پي ایل سیالیو کې پنځه زره منډې بشپړې کړي او پدې سره به نوموړی د ویراټ کوهلي او سوریش رېنا سره د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په کلب یا لیست کې ځای خپل کړي.

روهیت شرما د ار سي بي خلاف په تیره لوبه کې توانیدلی شو چې دغه ریکارډ ته ورسیدلی وای،خو نوموړی په یاده لوبه کې یوازې په ۸ منډو وسوځیده او سیالي وروسته سوپر اور ته لاړه چې بنګلور لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

دا ځلې روهیت شرما غواړي چې په ای پي ایل سیالیو کې ۵۰۰۰ منډې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې خلاف په ننۍ لوبه کې بشپړې کړي.

روهیت شرما همداشان د کینکز الیون پنجاب خلاف په لوبه کې یوازې ۱۰ منډو ته اړتیا لري،تر څو د دوی خلاف ۶۰۰ منډې هم بشپړې کړي او پدې سره به د نوموړي دا پنځمه لوبډله شي چې د هغوی خلاف ۶۰۰ او یا لدې زیاتې منډې جوړوي.

د یادونې وړ ده چې په ای پي ایل سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ له بنګلور لوبډلې مشر ویراټ کوهلي سره دی.نوموړي په ۱۸۰ ای پي ایل میچونو کې تردې دمه (۵۴۳۰) منډې جوړې کړي دي.

په دوهم مقام کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې پخوانی لوبغاړی سوریش رېنا دی چې په ۱۹۳ سیالیو کې یې (۵۳۶۸) منډې جوړې کړي دي.

هیره دې نه وي چې ای پي ایل سیالیو کې به نن د ممبۍ انډیانز او کینکز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ