ای پي ایل: ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۴۸ منډو پنجاب لوبډله ماته کړه | خبریال

ای پي ایل: ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۴۸ منډو پنجاب لوبډله ماته کړه

 

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه ۱۳مه سیالي هم ترسره شوه چې پکې ممبۍ انډیانز لوبډلې کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه او پداسې کینکز الیون پنجاب لوبډلې په ترسره کړل شوو څلورو لوبو کې دریمه سیالي هم بایلوده.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه ممبۍ انډیانز لوبډل ته په واک کې ورکړه.ممبۍ انډیانز لوبډلې که څه هم پیل ښه نه درلوده،د سر لوبغاړی ډي کوک یې په صفر سره له لاسه ورکړ او همداشان سوریا کمار یې په لسو منډو په رن اوټ سره له لاسه ورکړ،خو وروسته د ایشان کېشان او روهیت شرما ترمنځ ښه ملګرتیا ترسره شوه او ممبۍ انډیانز لوبډله یې د یوه ستر هدف په لوري روانه وکړه.

روهیت شرما په ۴۵ توپونو د ۷۰ منډو جوړولو وروسته د محمد شامي لخوا اوټ شو او کېشان د ۲۸ منډو جوړولو وروسته د ګوتم لخوا اوټ کړل شو.

ممبۍ انډیانز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې او کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته یې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه.

د روهیت،کېشان د توپ وهنې سربیره په وروستیو کې پولارډ او هارډیک پانډیا ښه لوبه ترسره کړه.

پولارډ په ۲۰ توپونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ (۴۷) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او پانډیا بیا په ۱۱ توپونو ۳۰ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې کینکز الیون پنجاب لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴۸ منډو په توپیر ممبۍ انډیانز لوبډلې ته بایلوده.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې راهول (۱۷)،اګروال (۲۵) او پورن (۴۴) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې بومرا،پاټېنسن،چهار (۲-۲) لوبغاړي وسوځول او ټرنټ بولټ،کرونل پانډیا (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ننۍ سیالۍ کې یو ځل بیا افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ ته په پنجاب لوبډلې ته موقع نه وه ورکړل شوي،د لوبې بایللو وروسته د پنجاب لوبډلې کپتان کې ایل راهول وویل،راتلونکي سیالۍ لپاره به په لوبډله کې ځینې تغیرات هم راولي.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالیو کې به نن ۱۴مه لوبه د حیدراباد او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ