سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې د ۷ منډو په توپیر چنای سوپر کینکز لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې د ۷ منډو په توپیر چنای سوپر کینکز لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام په څوارلسمه لوبه کې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې وکولی شول چې چنای سوپر کینکز لوبډلې ته د ۷ منډو په توپیر سخته ماتي ورکړي.

سنرایرزر حیدراباد لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې او چنای لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د حیدراباد لوبډلې لخوا ځوان لوبغاړی پرایم کرګ او ابیشیک شرما ښه وځلیدل او دواړو لوبغاړو په ترتیب سره (۵۱) او (۳۱) منډې جوړې کړې.

ددې ترڅنګ ډیویډ ورنر (۲۸) او مانیش پانډې (۲۹) منډې جوړې کړې.

د چنای سوپر کینکز لخوا توپ اچونه کې ډیپیک چهار (۲) ویکټې ترلاسه کړې.چولا او تاکور (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې چنای سوپر کینکز لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او.سیالي یې د ۷ منډو په توپیر سره حیدراباد لوبډلې ته بایلوده.

د چنای لوبډلې له لوري توپ وهنه کې ریویندرا جېدیجا په ۳۵ توپونو (۵۰)،ډوپلیسي (۲۲)،همداشان ډوهني (۴۷) ناسوځیدلي او سام کرن (۱۵) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د حیدراباد لوبډلې لخوا راشدخان چې ۵۰مه سیالي یې وه،اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي څلورو اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې،خو په ویکټ اخیستلو بریالی نشو.

په نورو توپ اچونکو کې نتاراجان (۲)،بونیشور کمار او عبدالصمد (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې ددې سیالیو په دوام به سبا په لومړي ځل دوه سیالۍ ترسره شي،چې لومړی سیالي به د رویل چیلینجرز بنګلور او راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ ماسپیښين مهال ترسره شي.

دوهمه سیالي به د ماښام پر مهال د کلکته نایټ رایډرز او ډهلي کېپلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ