مجیب لا هم ای پي ایل لومړی لوبه کې لوبیدو ته انتظار دی | خبریال

مجیب لا هم ای پي ایل لومړی لوبه کې لوبیدو ته انتظار دی

کریکبال وېبپاڼه- د کینکز الیون پنجاب لوبډلې پیاوړی ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان لا هم تراوسه په روانو ای پي ایل سیالیو کې ترواسه د پنجاب لوبډلې لخوا په یوولس کسیزه لوبډله کې ندی اخیستل شوی.

مجیب الرحمان پخپله ټویټر پاڼه د ځینو نوي سره رنګه او شنه رنګه بوټونو له تصویرونه سره لیکلي،د پیچ پر مهال د همدې بوټونو اغوستلو ته انتظار یم.

((د کرکټ د رنګ سېزن.په ویشتنځای باندې د همدې بوټونو اغوستلو ته انتظار یم.))

مجیب الرحمان چې د کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې د ښو کارکردګیو وروسته د ای پي ایل سیالیو لپاره اماراتو ته ستون شو،لا هم نوموړی تراوسه د یادې څانګې لخوا په لوبډله کې ندی اخیستل شوی.

د نوموړي په نه شتون کې کینکز الیون پنجاب لوبډلې په ترسره کړل شوو څلورو لوبو کې درې سیالۍ بایللي او یوه یې ګټلي ده.

لدې وړاندې تیره لوبه کې هندي مبصر اکیش چوپړا ویلي وو،چې د جیمي نېشام په ځای باید مجیب ته چانس ورکړل شوی وای.دده په وینا هغه کولی شي چې پنجاب لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړي.

د مجیب ترڅنګ د هغه د ټیم بل ملګری کریس ګېل چې په شل اوریزو لوبو کې ریکارډونه لري،هغه هم تراوسه د یادې لوبډلې لخوا ندی لوبول شوی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ