ای پي ایل: ډهلي لوبډلې په ۱۸ منډو کلکتې ته ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: ډهلي لوبډلې په ۱۸ منډو کلکتې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۱۶مه لوبه کې تیره شپه ډهلي کېپټلز لوبډلې په ۱۸ منډو توپیر کلکته نايټ رایډرز لوبډلې ته ماتي ورکړه.

کلکته نایټ رایډرز د ټاس په ګټلو لومړی توپ اچونه غوره کړه.

ډهلي کېپټلز لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۲۲۸ منډې جوړې کړې او ۲۲۹ منډو هدف یې مقابلې لوبډلې ته کيښود.

د ډهلی کېپټلز لوبډلې لخوا توپ وهنه کې پراتیو شا (۶۶)،شیکار داون (۲۶)،رشاب پنټ (۳۸) او ایئر (۸۸) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د کلکتې لخوا توپ اچونه کې رسل دوه او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې کلکتې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې په کم توپیر بایلوده.

د کلکتې لخوا توپ وهنه کې شوبمن ګېل ( ۲۸)، نېتیش رانا (۵۸)،مورګن (۴۴)،راهول تریفتي (۳۶) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ډهلي لخوا توپ اچونه کې انریچ (۳)،هارشل پټېیل (۲) او نورو توپ اچونکو (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

نن به پدې سیالیو کې لومړی لوبه د ممبۍ انډیانز او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شي او دوهمه سیالي به د پنجاب او چنای لوبډلو ترمنځ ماښام ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ