ممبۍ انډیانز د حیدراباد په وړاندې له بریا وروسته د جدول سر کې ځای خپل کړ | خبریال

ممبۍ انډیانز د حیدراباد په وړاندې له بریا وروسته د جدول سر کې ځای خپل کړ

کریکبال وېبپاڼه- ممبۍ انډیانز لوبډلې ننۍ لوبه کې چې په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه،پکې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته د ۳۴ منډو په توپیر له سختې ماتي ورکولو وروسته د نمرو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.

یادې لوبډلې په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې اوس په ۳ کې بریا خپله کړه او جدول په سر کې یې ځای خپل کړ.

ممبۍ انډیانز لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۸ منډې جوړې کړې او حیدراباد لوبډلې ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې په توپ وهنه کې ډي کوک ښه وځلید.په ۳۹ توپونو یې د ۴ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ (۶۷) منډې جوړې کړې.

همداشان ایشان کېشان (۳۱)،هارډیک پانډیا (۲۸)،سوریا کمار یادف (۲۷)،پولارډ (۲۵) ناسوځیدلي او کرونل پانډیا په ۴ توپونو (۲۰) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.

دا لومړی ځل دی چې په روانو سیالیو کې یوه لوبډله په شارجې لوبغالي باندې په ۲۰۰ منډو جوړولو کې پاتي راځي.

حیدراباد لخوا توپ وهنه کې یوازې ډیویډ ورنر تر ټولو ډیرې ۶۰ منډې جوړې کړي وې.

د ممبۍ لخوا توپ اچونه کې درط واړو چټک توپ اچونکو ټرنټ بولټ،بومرا او پاټېنسن (۲-۲) ویکټې او کرونل پانډیا (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

لدې وړاندې د سنرایزرس حیدراباد لپاره توپ اچونه کې راشدخان تر نورو توپ اچونکو کمې منډې ورکړي وې.نوموړي ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړي وې او ډي کوک ویکټ یې اخیستي وه.همداشان توپ وهنه کې په ۳ منډو ناسوځیدلی له میدان بهر شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ