واټسن او ډوپلیسي په اوپنینګ چنای لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه | خبریال

واټسن او ډوپلیسي په اوپنینګ چنای لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه

کریکبال وېبپاڼه- چنای سوپر کینکز لوبډله یو ځل بیا د بریا لارې ته را وګرځیده او کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته یې په لسو ویکټو ستره ماتي ورکړه.

شین واټسن او فاف ډوپلیسي د نیمه سلیزو په مټ چنای سوپر کینکز لوبډله وتوانیده چې د روان سیزن دوهمه بریا خپله کړي.

ډوپلیسي او واټسن په لومړی ویکټ د ۱۸۱ منډو ملګرتیا وکړه،چې په ای پي ایل سیالیو کې څلورمه زیاته ملګرتیا، د چنای سوپر کینکز لپاره لومړی ستره ملګرتیا،د هدف په تعقیب کې دوهمه زیاته ملګرتیا او همداشان په ای پي ایل سیالیو دوهم ستر هدف پوره کول وشمیرل شول،چې بې له ویکټ ورکولو یې پوره کوي.

ډوپلیسي لومړی ورو پیل کړی وو،خو د پاورپلې په وروستي اور کې یې په انګلستاني جورډن باندې څلور څلوریزې ووهلې او د هغه ۳۲ کلیزه یې ور خرابه کړه.

چنای سوپر کینکز د پاورپلې اورونو کې ۶۰ منډې جوړې کړې او کومه ویکټ یې له لاسه ورنکړه او دا د یادې لوبډلې لپاره په دایرې اورونو کې روانو ای پي ایل سیالیو کې ډیرې منډې وې.لدې وړاندې د راجستان خلاف پاورپلې اورونو کې ۵۳ منډې جوړې کړي وې.

شین واټسن چې په لومړیو څلورو اننګزونو کې یې ۴، ۳۳، ۱۴ او یوه منډه جوړه کړي وه.په ننۍ سیالۍ کې یې ښه لوبه وکړه او په ۳۱ توپونو یې نیمه سلیزه جوړه کړه.

یادو دواړو لوبغاړو د کینکز الیون پنجاب لوبډلې توپ اچونکي تر سخت برید لاندې راوستل او هدف ته پداسې مهال ورسیدل چې ۱۴ توپونه هم ورڅخه پاتي شول.

واټسن د ۱۱ څلوریزو او ۳ شپږیزو په وهلو سره په ۵۳ توپونو ۸۳ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او ډوپلیسي په ۵۳ توپونو د ۱۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۷ ناسوځیدلي منډې وکړې.

یاده دې وي چې دا دوهم ځل شو چې د ډوهني تر مشرۍ لاندې چنای سوپر کینکز لوبډله په لسو ویکټو بریا خپلوي.یادې لوبډلې لدې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې د همدې پنجاب لوبډلې خلاف په لسو ویکټو بریا خپله کړي وه.

چنای لوبډلې په همدې بریا سره شپږم مقام ته او پنجاب بیا وروستي مقام ته پورته شوه.

نن به په ای پي ایل سیالیو کې یوه لوبه ترسره شي،چې بنګلور لوبډله د ډهلي سره مخ کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ