په حیدراباد لوبډلې د نیوکو وروسته سېواک هم د مینه والو تر نیوکو لاندې راغی | خبریال

په حیدراباد لوبډلې د نیوکو وروسته سېواک هم د مینه والو تر نیوکو لاندې راغی

کریکبال وېبپاڼه- سنرایزرس حیدراباد لوبډلې تیره ورځ ممبۍ انډیانز لوبډلې ته د ۳۴ منډو بایللو وروسته،د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني اوپنر او اوسني کمینټیټور ورینډر سېواک د حیدراباد لوبډلې په ضعیف بیټینګ نیوکه وکړه.

نوموړي وویل،حیدراباد لوبډله یوازې د ۱۵۰ منډو جوړولو وړتیا لري،په دوی کې نور داسې پیاوړي لوبغاړي نشته چې تر ۲۰۰- ۲۵۰ پورې منډې جوړې کړي.

((دوی باید دا هدف په آسانۍ سره ترلاسه کړی وای.مګر په دوی کې داسې پیاوړي لوبغاړي نشته چې تر ۲۰۰ او یا ۲۵۰ پورې منډې جوړې کړي.دوی یوازې تر ۱۵۰ منډو جوړولو پورې وړتیا لري.))

د نوموړي یادې څرګندونې د حیدرابا لوبډلې پر مینه والو بدې لګیدلي او ځینو مینه والو لیکلي.

((دا د هغه عادت دی.نوموړي هغه مهال هم په حیدراباد لوبډلې تر هغې نیوکې کولې چې حیدراباد د ۲۰۱۶ کال اتلوالي خپله کړه.))

بل مینه وال لیکي: (( کله چې سیواک لوبې کولې د خوښې لوبغاړی مو وه.خو کله چې کمیټرۍ ته راغلی نشم یې کتلی.))

د ۲۰۱۶ کال ای پي ایل سیالیو اتله حیدراباد لوبډله تیره ورځ لوبه کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ