ډهلي لوبډلې په ۵۹ منډو توپیر بنګلور ته ستره ماتي ورکړه | خبریال

ډهلي لوبډلې په ۵۹ منډو توپیر بنګلور ته ستره ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۱۹مه لوبه کې تیره شپه ډهلي کېپټلز لوبډلې د ۵۹ منډو په توپیر رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتي ورکړه.

ډهلي کېپټلز لومړی توپ وهنې په کولو سره د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

ډهلي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې پراتیو شا (۴۲)،شیکر داون (۳۲)،رشاب پنټ (۳۷) او سټونیس (۵۳) ناسوځیدلي منډې وکړې.

بنګلور لوبډلې لخوا توپ اچونه کې محمد سراج (۲)،اوډنا او موین علي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې بنګلور لوبډله پاتي راغله او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې شل اورونو کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

بنګلور لخوا توپ وهنه کې ټاپ سکور جوړونکی د لوبډلې مشر ویراټ کوهلي وه،چې په ۳۹ توپونو یې ۴۳ منډې جوړې کړي وې.

د ډهلي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې کاګېسو رباډا (۴)،انریچ نوج او اکسر پاټېل (۲-۲) او اشوان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نن به پدې سیالیو کې شلمه لوبه د ممبۍ انډیانز او راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ