ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۵۷ منډو راجستان لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۵۷ منډو راجستان لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه ممبۍ انډیانز لوبډلې د راجستان رویلز لوبډلې ته د ۵۷ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د څلورو لوبغاړو په سوځیدو یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې له لوري توپ وهنه کې سوریا کمار یادف چې په تیرو څو لوبو کې په منډه کې سوځیدلی و.دا ځلې یې ښکلي لوبه ترسره کړه او په ۴۷ توپونو یې ۷۹ ناسوځیدلي منډې وکړې.

د نوموړي توپ وهنه کې ۱۱ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

نورو توپ وهونکو کې ډي کوک (۲۳)،روهیت شرما (۳۵)،کرونل پانډیا (۱۲) او ورور یې هارډیک پانډیا (۳۰) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د راجستان لخوا توپ اچونه کې ګوپل (۲)، ارچر او کرتیک تیاګي (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوي هدف ته رسیدلو کې راجستان لوبډله پاتي راغله او په (۱۸،۱) اور کې ټوله لوبډله په ۱۳۶ منډو وسوځیدله.

د راجستان لخوا توپ وهنه کې یواځې جوس باټلر زبردسته لوبه وکړه او په ۴۴ توپونو یې ۷۰ منډې وکړې.

نوموړي ۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې،خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا توپ اچونه کې جسپرټ بومرا یو ځل بیا زبردست بالینګ ترسره کړ.

نوموړي ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نورو توپ اچونکو کې ټرنټ بولټ او پاټېنسن (۲-۲). چهار او پولارډ (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوي چې نن به پدې سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ