علي خان د ټپونو له کبله ای پي ایل سيالیو بهر شو | خبریال

علي خان د ټپونو له کبله ای پي ایل سيالیو بهر شو

کریکبال وېبپاڼه- د امریکې کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی علي خان د ټپونو له کبله له ای پي ایل سيالیو څخه بهر شو.

علي خان په ای پي ایل سیالیو کې د بل ټپي لوبغاړي هري ګرني په ځای په کلکته نایټ رایډرز لوبډله کې اخیستل شوی وو.

خو اوس پخپله نوموړی له ټپونو سره مخ شو او لدې ټورنمینټ بهر شو.

کلکتې لوبډلې د نوموړي بهریدل تایید کړي دي او لیکلي یې دي: ((لدې وړاندې کلکتې لوبډلې له نوموړي سره د ټپي لوبغاړي هري ګرني په ځای تړون کړی وو.بدبختانه چې نوموړی هم ټپي شو او له پاتې ټورنمېنټ څخه پاتي شو.علي خان د امریکا لخوا لومړی کرکټر وو چې ای پي ایل سيالیو کې د کلکتې لوبډلې لخوا ورسره تړون شوی وو.))

کله چې له علي خان سره د کلکتې لوبډلې لخوا تړون وشو،نوموړی لومړی د امریکې لویې وچې څخه لومړی لوبغاړی شو چې ای پي ایل سيالیو کې اخیستل کيږي.

د یادونې وړ ده چې د علي خان په شتون کې ټرنباګو نایټ رايډرز لوبډلې د څلورم ځل لپاره د کرابین پریمیر لیګ سيالیو اتلوالي خپله کړه.

نوموړي په یاد ټورنمېنټ کې په (۷ اعشاریه ۴۳) اکانومۍ سره ۸ ویکټې ترلاسه کړي وې.

کلکته لوبډله اوسمهال په روانو ای پي ایل سيالیو کې د جدول په څلورم مقام کې ځای لري.

یاده لوبډله به نن ماښام د ډوهني تر مشرۍ لاندې د چنای سوپر کینکز لوبډلې سره سيالي ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ