ساسیکس لوبډله:راشدخان به ۲۰۲۱ کال وېټالیټي بلاسټ سيالیو کې له دوی سره وي | خبریال

ساسیکس لوبډله:راشدخان به ۲۰۲۱ کال وېټالیټي بلاسټ سيالیو کې له دوی سره وي

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کوانټي کلب ساسيکس لوبډلې خبر ورکړی دی چې په راتلونکي وېټاليټي بلاسټ سيالیو کې به افغان لیګ سپنر ورو توپ اچونکی راشدخان له دوی سره وي.

د یاد کلب په وینا چې راشدخان په ۲۰۲۰ کال وېټاليټي بلاسټ سيالیو کې له دوی سره برخه ونه اخیسته،خو په ۲۰۲۱ کال سيالیو کې هغه ته هرکلی کوي.

ټاکل شوي وه چې راشدخان به په ۲۰۲۰ کال وېټالیټي بلاسټ سیالیو کې د ساسیکس لوبډلې په ګټه لوبيدلی وای.خو په سي پي ایل او ای پي ایل سيالیو کې د تړونونو له کبله نوموړي یادې سيالۍ میس کړې.

تراوسه راشدخان په ۲۰۲۱ کال وېټالیټي بلاسټ سيالیو کې د یادې لوبډلې سره د لوبيدو په اړه څه ندي ویلي.

په لومړي ځل راشدخان دوه کاله وړاندې د ساسیکس لوبډلې لخوا واخیستل شو او د یادې لوبډلې لپاره یې ښې لوبې ترسره کړې.

نوموړي په لومړي سیزن کې د یادې لوبډلې لپاره په شلو لوبو کې په څه باندې په ۶ اکانومۍ یا اقتصادي توپ اچونې سره ۲۴ ویکټې ترلاسه کړې.

ددې ترڅنګ راشدخان پدې وروستیو کې لومړی لوبغاړی هم شو چې په شل اوریزو لوبو کې په کم عمر سره ۳۰۰ ویکټې بشپړوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ