عرفان پټان: مجیب او نور څو لوبغاړي باید لوبه کې ولوبول شي | خبریال

عرفان پټان: مجیب او نور څو لوبغاړي باید لوبه کې ولوبول شي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عرفان پټان وایي،کینکز الیون پنجاب لوبډله باید راتلونکو سيالیو کې د افغان ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان په ګډون،ارشديپ سينګ او ډيپيک هوډا ولوبوي.

د عرفان پټان څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې کینکز الیون پنجاب لوبډلې تیره لوبه چنای سوپر کینکز لوبډلې ته په لسو ویکټو بایلوده.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا په یاده لوبه کې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړل شوی وو.خو چنای لوبډلې بې لدې چې کومه ویکټ له لاسه ورکړي،په اوپنینګ سره یاد هدف ترلاسه او په لسو ویکټو یې کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې په یادې ماتي سره په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې څلورمه لوبه هم بایلوده او په روان ټورنمېنټ کې مخ په ځوړه روانه ده.

د عرفان پټان په وینا،په یوولس کسیزه لوبډله کې د مجیب،ارشديپ او هوډا په اخیستلو سره به یاده لوبډله ځواکمنه او پياوړي شي.

کینکز الیون پنجاب لوبډله چې اوسمهال د جدول په وروستي مقام کې قرار لري.

ټاکل شوي چې یاده لوبډله به نن خپله شپږمه لوبه د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې خلاف ترسره کړي.

حیدراباد لوبډله هم له پنجاب کمه نده او د محمد نبي عیسي خېل په نه لوبولو سره یاده لوبډله هم مخ په ځوړه روانه ده.

دواړه لوبډلې به نن ماښام په شپږو نیمو بجو د یو او بل په وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ