راشدخان د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په وړاندې بریا نجیب ترکي ته ډالۍ کړه | خبریال

راشدخان د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په وړاندې بریا نجیب ترکي ته ډالۍ کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۲۲مه لوبه کې تیره شپه سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ۶۹ منډو توپیر کینکز الیون پنجاب لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه او د یادې لوبډلې پیاوړي افغان لوبغاړي راشدخان یاده بریا نجیب ترکي ته وقف یا ډالۍ کړه.

راشدخان چې په یاده لوبه کې یې بهترینه توپ اچونه ترسره کړه وویل،چې نجیب ترکی په لوبډله کې د هر یوه لوبغاړي یو ښه ملګری وو او د هغه په مړینه ټکاني شوی دی.

(( نجیب ترکی یو ښه انسان او ښه ملګری وو.مونږ دوه ورځې وړاندې نوموړی د موټر په یوه پيښه کې له لاسه ورکړ.دا یو داسې څه وو چې ټکان ورکوونکي وو.سنرایزرس حیدراباد لوبډلې هم د هغه سره د غم شریکۍ څرګندولو او درناوي په خاطر تورې پټۍ له مټونو څخه تاو کړي وې.))

راشدخان همداشان د خپلې توپ اچونې په اړه وویل: (( کله چې یو ښه هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړې،د هغوی توپ وهونکي هم اړ کیږي چې په تاسو یو ښه پیل وکړي.مګر تاسو هم اړ یاست چې یوه ښه توپ اچونه ترسره کړئ،دا هغه څه وو چې ما یې د کیدو هڅه کوله.))

راشدخان د مېچل مارش او کمار د نه شتون په اړه وویل: (( دا زمونږ د ټیم لپاره ستره ضایع ده چې کمار او مېچل مارش مو له لاسه ورکړل،خو سره ددې بیا هم مونږ یو ښه ټیم او ځوان لوبغاړي لرو،دوی مسؤلیت اخیستلی شي.مونږ د تیرو ۴-۵ کالونو راهیسې د بهترین بالینګ ښه ترکیب لرو.زمونږ لپاره ننۍ لوبه کې اسان پلان پدې وو،چې په همدې میدان باندې مونږ د ۱۶۰ منډو څخه دفاع کړې او مونږ غوښتل چې په همدې میدان باندې به تر ۱۸۰ او ۱۸۵ منډو پورې یو ښه هدف وي.ما پدې اړه ویلي هم دي چې له توپ اچونې خوند اخله او په فیلډینګ کې خواري کاوه.دا هغه څه وو چې پرایم کرګ هم ترسره کړل،د نوموړي کیچ او رن اوټ لوبه بدله کړه.))

سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په لومړی توپ وهنې کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لپاره دواړو اوپنرانو جوني بېرسټو او ډیويډ ورنر په زړه پورې پیل ورکړ او د دواړو لوبغاړو ترمنځ په لومړی ویکټ تر ۱۶۰ منډو پورې ملګرتیا ترسره شوه،وروسته ډیویډ ورنر د ۱۶م اور په لومړي توپ سره خپله ویکټ ورو توپ اچونکي ریوي بېشوني ته پریښوده.

ورنر په ۴۰ توپونو (۵۲) منډې جوړې کړې،پنځه څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله.

د ډیویډ ورنر له سوځیدو وروسته جوني بېرسټو هم په میدان پاتي نشو او د همدې اور په ۴م توپ سره یې همدې توپ اچونکي ته ویکټ پریښوده.

بېرسټو په ۵۵ توپونو د ۶ شپږیزو او ۷ څلوریزو په وهلو سره (۹۷) منډې جوړې کړې او د سلیزې په ارمان پاتي شو.

په نورو توپ وهونکو کې ویلیمسن (۲۰) ناسوځیدلي او ابشیک شرما (۱۲) زیاتې منډې جوړې کړې.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا توپ اچونه کې ریوي بېشوني (۳)،ارشدیپ سینګ (۲) او محمد شامي (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

مجیب ځدراڼ چې په لومړي ځل په یاده لوبه کې ځای ورکړل شوی وو.په څلورو اورونو کې یې (۳۹) منډې ورکړې خو په ویکټو اخیستلو بریالی نشو.

د ټاکل شوي هدف په تعقیب کې،که څه هم کینکز الیون پنجاب لوبډله ښه روانه وه.داسې ښکاریدله چې یاده لوبډله به هدف ته په اسانۍ ځان وراسوي،خو د ماینک اګروال په منډه کې له سوځیدلو او د راشدخان لخوا د نیکولاس پورن او منډیپ سینګ له سوځولو وروسته لوبه په بشپړه توګه د حیدراباد لوبډلې تر کنټرول لاندې راغله.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نیکولاس پورن تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

نوموړي په ۳۷ توپونو (۷۷) منډې جوړې کړې.۵ څلوریزې او ۷ شپږیزې یې ووهلې.

مجیب ځدراڼ هم د ۵ لوبغاړو له سوځیدو وروسته توپ وهنې ته راښکته شو،خو د ۳ توپونو لوبولو وروسته په یوه منډه د خلیل احمد لخوا ویکټ ساتونکي ته په کیچ سره وسوځول شو.که څه هم مجیب ریویو هم واخیسته،خو نوموړي بیټ له توپ سره ټچ کړی وو.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لپاره یو ځل بیا راشدخان زبردست بالینګ ترسره کړ.

نوموړي څلورو اورونو کې یو مېډن اور ترسره کړ،۱۲ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي نیکولاس پورن،منډیپ سینګ او محمد شامي یې له مخې پورته کړل.نوموړي پورن په کیچ،منډیپ سینګ په بولډ او محمد شامي په ایل بي ډبلیو سره وسوځول.

راشدخان په دوو توپونو پرلپسې دوه لوبغاړي نیکولاس پورن او محمد شامي وسوځول او پدې سره نوموړی په هیټریک هم ولاړ دی.نوموړی به د هیټریک بحت د راجستان خلاف په راتلونکي لوبه کې چې د اکتوبر په یوولسمه نېټه د ماسپیښین مهال ده،وازمویي.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالیو کې به نن ماښام د راجستان رویلز او ډهلي کېپټلز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ