ای پي ایل: ډهلي کېپټلز لوبډلې په ۴۶ منډو راجستان لوبډله ماته کړه | خبریال

ای پي ایل: ډهلي کېپټلز لوبډلې په ۴۶ منډو راجستان لوبډله ماته کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه ډهلي کېپټلز لوبډلې د ۴۶ منډو په توپیر راجستان رویلز لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د جدول په سر کې ځای خپل کړ.

راجستان لوبډلې ټاس وګاټه خو توپ وهنه یې ډهلي لوبډلې ته ورکړه.

ډهلي لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د ۱۸۵ منډو هدف یې ورکړ.

ډهلي لوبډلې له لوري توپ وهنه کې پراتیف شا (۱۹)،شیکر داون (۵)، شریئس آیئر (۲۲)، رشاب پنټ (۵)،سټونیس (۳۹)،هټمایر (۴۵)،هارشل پاټېل (۱۶) او اکسر پاټېل (۱۷) منډې جوړې کړې.

د راجستان رویلز له لوري توپ اچونه کې جوفرا ارچر (۳)،کرتیک تیاګي،راهول تېواتیا او اندریو تای (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې راجستان رویلز ټوله لوبډله د وروستي اور په څلورم توپ سره په ۱۳۸ منډو وسوځیده او سیالي یې په لوی توپیر ډهلي لوبډلې ته بایلوده.

د راجستان رویلز له لوري توپ وهنه کې جایسوال (۳۴)،باټلر (۱۳)،سمېت (۲۴)،راهول تیواتیا (۳۸) زیاتې منډې وکړې.

د ډهلي له لوري توپ اچونه کې رباډا (۳)،ریوي چنډرن اشوان او سټونیس (۲-۲)،هارشل پاټېل،اکسر پاټېل او انریچ نوج (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

اشوان د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوي چې نن به پدې سیالیو کې دوه لوبې ترسره شي چې لومړی لوبه ماسپيښین مهال د کینکز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره کیدونکي ده او دوهمه سیالي به بیا ماښام مهال د ار سي بي او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ