افغان غوره لیګ دسمبر-جنورۍ میاشت کې پیلیږي | خبریال

افغان غوره لیګ دسمبر-جنورۍ میاشت کې پیلیږي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي تایید کړه چې د افغانستان غوره لیګ یا (اې پي ایل) سیالۍ به د راتلونکي دسمبر میاشتې یا په وروستیو او یا هم د جنورۍ په لومړیو کې پیل کړي.

افغانستان غوره لیګ سیالیو برخلیک له هغې وروسته له سترو ستونزو سره مخ شو،چې د ۲۰۱۹ کال پړاو یې د مالي ستونزو له کبله ترسره نشو او هغو شرکتونو چې د لومړي پړاو (اې پي ایل) سیالیو امتیازات یې ترلاسه کړي وو،پخپل وخت یې بورډ ته پیسې ورنکړې او وروسته د کرکټ بورډ لخوا لرې کړل شول.

نظیم جار عبدالرحیمزي وویل: ((مونږ په پلان کې لرو چې دغه سیالۍ دسمبر په وروستیو او یا هم د جنورۍ په لومړیو کې په لاره واچوو.مونږ هڅې روانې کړې چې لوبډلې یا امتیاز اخیستونکي څانګې هم ورته را پیدا کړو.))

نظیم جار زیاته کړه،د اې پي ایل سیالیو امتیاز اخیستونکو لوبډلو سره د ناستې وروسته به ددغو سیالیو نېټې هم اعلان کړي.

((مونږ راتلونکو څو ورځو کې له دوی سره ناسته لرو او له هغې وروسته به هر چاته د نېټو په اړه هم معلومات ورکړو.))

نوموړي وویل،دوی په پام کې لري چې دغه لیګ په اماراتو هیواد کې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې،مخکې لدې چې افغان کرکټ بورډ د افغان غوره لیګ امتیاز اخیستونکو څانګو ته خپل قناعت ورکړي،دوی اړ دي چې د سنیکسر سپورټس سره خپله لانجه پای ته وراسوي.

د سنیکسر سپورټس کمپنۍ لخوا د لندن په یوه محکمه کې په افغان کرکټ بورډ د ۱۵ میلیونو امریکایي ډالرو عریضه لدې کبله شوي ده،چې افغان کرکټ بورډ بې له کوم دلیل څخه د دوی سره کړئ تړون لغوه کړئ دی.

د سنیکسر سپورټس په وینا سره ددې چې دوی د افغان غوره لیګ په لومړي پړاو کې د مارکیټینګ د نه شتون له کبله د ۳ میلیون امریکايي ډالره له زیان سره مخ شول،خو سره ددې یې بیا هم افغان کرکټ بورډ ته په ۶۰ ورځو کې دننه خپلې پیسې ورکړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اوپراسیون یا عملي منیجر منهاج راز بیا د سنیکسر سپورټس کمپنۍ ادعاوې ردوي او پدې یې ډاډ څرګند کړ،چې محکمه کې پریکړه به د دوی په ګټه وي.

نوموړي وویل،چې دوی له سنیکسر سپورټس سره لدې کبله تړون لغوه کړ،چې دوی ته یې په وخت سره پیسې ندي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې لومړی پړاو افغان غوره لیګ په ۲۰۱۸ کال کې په اماراتو هیواد کې ترسره شوی وو،چې اتلوالي یې بلخ لیجېنډز لوبډلې ګټلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ