د سونیل ناراین په اړه د مشکوک یا غیر قانوني بالینګ خبر ورکړل شو | خبریال

د سونیل ناراین په اړه د مشکوک یا غیر قانوني بالینګ خبر ورکړل شو

کریکبال وېبپاڼه- په تیره لوبع کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې مخکښ لوبغاړي سونیل ناراین په اړه د میچ لوبڅارانو د مشکوک یا غیر قانوني بالینګ ترسره کولو خبر ورکړئ دی.

سونیل ناراین تیره ورځ د کینکز الیون پنجاب لوبډلې خلاف په وروستیو اورونو کې ښه وځلید چې کلکتې لوبډلې ته یې په ۲ منډو بریا خپله کړه.

ای پي ایل لیګ څخه په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د سونیل ناراین په اړه د مشکوک بالینګ راپور د فیلډ امپایرانو لخوا جمع شوی دی او د ای پي ایل د مشکوک بالینګ د پالیسۍ له مخې نوموړی به د ورنینګ یا خبرداري لیست کې قرار ولري او که چیرې د نوموړي په اړه بیا هم د مشکوک بالینګ ترسره کولو خبر ورکړل شو،نوموړی بیا تر هغې اجازه نه لري چې توپ اچونه ترسره کړي.تر څو یې چې بالینګ اکشن اصلاح کړی نه وي.

ناراین اوس یوازې د خبرداري لیست کې شامل شوی دی،خو هغه کولی شي چې په لیګ کې توپ اچونې ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د سونیل ناراین د غیر قانوني بالینګ ستونزو سره مخ کیږي.

په ۲۰۱۴ کال چمپیون لیګ سیالیو کې دوه ځلې د هغه غیر قانوني بالینګ اکشن په اړه خبر ورکړل شو،چې له کبله یې نوموړي د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم میس کړ.

په ۲۰۱۵ کال ای پي ایل سیالیو کې د نوموړي په اړه بیا د مشکوک یا غیر قانوني توپ اچونې خبر ورکړل شو او د هغه کال تر نومبر میاشتې پورې نوموړی له توپ اچونې لیرې وو.

پخپل بالینګ د خوارۍ کولو وروسته په ۲۰۱۶ کال اپریل میاشت کې د خپل بالینګ ازموینې ورکولو وروسته کرکټ نړیوالې شورا صاف اعلان کړ.

په ۲۰۱۸ کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې یو ځل بیا د هغه غیر قانوني بالینګ ترسره کولو خبر ورکړل شو.

ناراین اوسمهال د روزونکي کارل کراو سره د خپل بالینګ اکشن په سمولو کار کوي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې تردې دمه په پنځو اننګزونو کې یوازې ۴۴ منډې جوړې کړي دي،خو توپ اچونه کې بیا مؤثر ثابت شوی دی.

کلکتې لوبډلې راتلونکي لوبه د اکتوبر په ۱۲مه نېټه له بنګلور لوبډلې سره ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ