د غازي امان الله خان کریکټ ټورنمېنټ په اړه! | خبریال

د غازي امان الله خان کریکټ ټورنمېنټ په اړه!

کریکبال وېبپاڼه- فکر کوئ چې دا به د ای سي سي سره د ثبت لوبو لېسټ اې د پرانیستې د مراسمو تصویر وي،کنه د کومو عادی کلبونو د ټورنمېنټ د پرانیستې تصویر؟

هو دا د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د لېسټ اې لوبو د پرانیستې د مراسمو تصویر دی.دا لوبې د کریکټ نړیوالې شورا سره ثبت دي،چې په یوه ورځینۍ بڼه کې تر سره کېږي.
کریکټ بورډ لومړی د زرګونه ډالرو په قیمت لوبغاړي د هوا له لارې کندهار ته یوړل،چې یوازې په دې لګښت یې آن بل ټورنمېنټ هم تر سره کېدلی شو.

دوهم دا چې د داسې یو ټورنمېنټ د پرانیستې مراسم باید داسې وي،چې یوازې دې د بورډ څو ایکټران راشي؟

ایا دلته رسنۍ،خاص کر د ورزش لپاره قرباني ورکونکې رسنۍ/ورزشي خبریالان او د کندهار په څېر د یو قوي ولایت رسنۍ نه وې چې دعوت شوې وئ؟

هو بورډ په خاص ډول د رسنیو څانګه یې لکه د رهبرۍ په څېر پلج وه/ده.
کله چې د دې ټورنمېنټ لګښت د کریکټ نړیوالې شورا له بودیجې ورکول کېږي،بیا ولې ځایي ولایتي اداره د لوبغاړو د ځای،ډوډۍ او… مصرف ورکوي؟

دا څوم ځل دی چې دا مهمې لوبې کېږي،خو هغوی چې ملي لوبډله د ځان مراث بولي پکې نه لوبېږي،ولې؟

موږ دا فکر کو،چې خېر نن نه،کال ته به زموږ کورنی کریکټ غښتلی کېږي،با کیفیته کېږي به او هم به د غازي امان الله خان مهمې لوبې پر تلویزیون لایف خپرې شي،ورسره به لوبغاړي د کمرو لاندې لوبو سره بلد او فرېشر به یې ولوبوي،خو د لایف پر ځای یې د لوبو د ښه منېج حتآ د یو مناسب ولایت،آب و هوا او غوره اوټ فیلډ پر ځای خبره تر دې ځایه را ورسېده.
هو کریکټ بورډ دا کار ته مجبور شو او د کورني کریکټ د مسؤل د امر او د یو بل ایکټر په فشار باید دا ټورنمېنټ هلته شوی وی او لکونه ډالر دې باد شي؟

زه دا نه وایم چې کندهار د کریکټ لوبو لپاره اماده نه دی،یا حق نه لري؛خو لګښت،روان حالت او… ته په کتو داسې مناسب نه و.
زه په چیلېنج سره وایم که دا لوبې په خوست کې شوې وئ، د نور لا ښه منېج تر څنګ مې د پرانیستې مراسم ورته ځانګړي ښکلي کول.
دری خصوصي تلویزیونونه دي؛ که یې له هر یو څخه د لایف خپرولو غوښتنه کولی،ورته مې د بنګلادېش د غازي تلویزیون په کوالیټۍ لایف خپرول او هم مې له یو دوه رادیوګانو سره د خپرولو قرارداد کاو.

ځکه دا ټورنمېنټ غټ ایونټس دی،چې باید همدومره ارزښت ورکړل شي.

د ژوندي خپرولو له برکته به د همدې مسؤلینو له لاسه د خلکو په زړونو کې د کریکټ سره وچه شوې مینه بېرته خړوبه شوې وی، هم به لوبغاړي د لایف لوبو سره بلد وی،هم به مارکېټېنګ شوی وی.

خو د کریکټ بورډ د رسنیو او بازار موندې څانګه دومره پلج ده چې د کریکټ په شل کلن تاریخ کې یې له رسنیو سره سم مناسبات هم جوړ نه شول کړای او د یو ټورنمېنټ د پرانیستې لپاره هم خپل مسؤلیت نه شي ادآ کولی.

حتا په لوبغالي کې د سپانسر یو بینر هم نشته.
بس کرل شوی فصل د نړیوالې شورا بودیجه ده،دا به ختم شي، پر یو او بل نوم به وېش کړل شي او بیا به نو د کینیا په څېر ملي لوبغاړي په کلیو کې له ماشومانو سره دیشلۍ کوي او نوي استعدادونه به هم بېرته وچ شي.
کریکټ مو هره شیبه د پرمختګ پر ځای شاته روان دی.

لیکنه: بهار سمسور

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ