هستي ګل عابد د نجیب ترکي په درملنه کې کرکټ بورډ ملامت کړ | خبریال

هستي ګل عابد د نجیب ترکي په درملنه کې کرکټ بورډ ملامت کړ

کریکبال وېبپاڼه- بلاسم روغتون کي نجیب الله ترکی دوه شپي بستر وه ډاکترانو کرکټ بورډ ته ویلي وه چي دا سړي فول اف میموري دي یعني مغزه یی سم کار نکوي دا باید دلته ډیر وخت تیر کړي خو کرکټ د روغتون د چارجز د ویري نجیب صرف دوه شپي هلته وساته او روغتون نه یی خارج کړو بیا د شپګیزي د ختمیدو نه دوه ورځي وروسته نجیب ترکی د مس عینک ټیم ته د شپګیزي د قرارداد شو افغانیو لپاره بیا کابل ته تللی وه د مس عینک ټیم سره یې حساب خلاص کړي وه او بیا کرکټ بورډ ته تللی وه کرکټ بورډ نه یې غوښتنه کړي وه چي زه د علاج لپاره پیسو ته ضرورت لرم که پیسي نه راکوی نو تاسو ما هند پاکستان ته ولیږي
کرکت بورډ ورته په جواب ویلي وه چي مونږ سره فنډ نشته او ته شکر ده اوس ښه یې.
د بلاسم روغتون د رپورټ په اساس نجیب الله ترکی باید شپږ هفتي د ډاکتر په شتون کي په بستر پروت وای خو بدبختانه چي هغسي ونشول.

که تاسو د نجیب د ټکر ویډیو لیدلي وي هغه هیڅ په خود کي نه وه کله چي په سرک باندي اوړي او هیڅ داسي فکر نکوي چي زه په سرک روان یم.

نو تاسو اوس د دغي بي غورۍ غیرمسلکیتوب او کنحوس توب ذمه وار څوک ګڼۍ
دا زمونږ د هیواد څومره لویه بدبختي ده چي د کرکت بورډ د اداري عمومي مشر د کرکټ او وصولو نه ناخبره چي لسو ته پړس وایی او د لندن نه د الطاف حسین غوندی د ویډیوي لاری نه کرکټ بورډ اداره کوي او ورته ناست یو څو کسان چي لږ پوهیږي هم هغوي یې د خپل معاش او نوم لپاره د یو انسان ژوند اخلي
بس کومه کومه بدبختي به وژاړو.
د نجیب الله ترکی روح دي ښاد وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ