شاهدخان افريدي: د مهندراسینګ ډوهني کورنۍ ته تهدید ورکول ښه کار ندی | خبریال

شاهدخان افريدي: د مهندراسینګ ډوهني کورنۍ ته تهدید ورکول ښه کار ندی

کریکبال وېبپاڼه- چنای سوپر کینکز لوبډلې تیره لوبه کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته په لسو منډو سيالي بایلوده.که څه هم سيالي د چنای سوپر کینکز لوبډلې په واک کې وه،خو دوی ونشول کولی چې بریا ته ځان وراسوي او سيالي يې په ډير کم توپیر بایلوده.

د یادې سيالۍ بایللو وروسته د چنای لوبډلې مینه وال سخت په غصه شول او بعضې کسانو په ټولنیزو رسنیو کې لوبغاړو او د هغوی کورنیو ته اخطارونه او تهدیدونه ورکړل.

د ځينو مینه والو لخوا په تهدیدونو کې یو تهدید د چنای سوپر کینکز لوبډلې کپتان مهندراسينګ ډوهني پنځه کلنې لور زېوا ته وه او یادو کسانو ګواښ وکړ چې پر هغې به جنسي تیرۍ وکړي.

د یادو ګواښونو وروسته په رنچي ښار کې پولیسو د مهندراسینګ ډوهني له کور څخه ساتنه پيل کړه.

د مینه والو لخوا دغه ګواښونه په ټولنیزو رسنیو کې د مشهورو کرکټرانو لخوا هم وغندل شول.یو له هغې جملې څخه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر شاهدخان افريدي وو چې د ډوهني کورنۍ ته یې ګواښونه او تهدیدونه وغندل.

شاهدخان افريدي وویل،ډوهني یو داسې شخص دی چې هند کرکټ يې تر لوړو پوړیو رسولی او دغه شان تهدیدونه د هغه کورنۍ ته ورکول ښه کار ندی.

((زه نه پوهیږم چې په کوم اساس مستقیما د مهندراسینګ ډوهني او د هغه کورنۍ ته تهدیدونه ورکول کیږي.دا ښه کار ندی چې داسې کیږي.مهندراسینګ ډوهني یو داسې شخصیت دی چې هند کرکټ یې نوي پوړۍ ته رسولی.هغه پدې سفر کې ځوان او سینيئر لوبغاړي له ځان سره نیولي.نو پدې اساس د هغه په وړاندې داسې کړنې ښه کار ندی.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ