اکېش چوپړا:چنای لوبډله کې یوازینی توپ وهونکی رایدو دی چې د راشدخان چاره کولی شي | خبریال

اکېش چوپړا:چنای لوبډله کې یوازینی توپ وهونکی رایدو دی چې د راشدخان چاره کولی شي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کرکټ د لوبو څارونکی اکېش چوپړاو وایي،یوازینی بيټسمین چې د راشدخان چاره کولی شي هغه به د چنای سوپر کینکز لوبډلې پیاوړی بیټسمین امباتي رایدو وي.

اکېش چوپړا څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې نن د امباتي رایدو په شتون کې چنای سوپر کینکز لوبډله د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

تیره لوبه کې دواړه لوبډلې د یو او بل په وړاندې سره مخ شوي وې چې وروسته چنای سوپر کینکز لوبډله د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لخوا له سترې ماتي سره مخ شوه.

د اکېش چوپړا په وینا چې په ننۍ سيالۍ کې به له حیدراباد لوبډلې سره چټک توپ اچونکی بنشویر کمار هم شتون ونلري،نوموړی د ټپونو له کبله د ای پي ایل سيالیو څخه بهر شو او یوازینی خطرناک توپ اچونکی به د دوی لپاره راشدخان وي.

اکېش چوپړا پخپله ټويټر پاڼه یوه ویډيو هم خپره کړې او پکې ویلي یې دي،چې اوس د رایدو لپاره ښه وخت دی چې خپله وړتیا ورته وښيي.

((اوس د امباتي رایدو لپاره یو مناسب وخت دی چې نړۍ ته وښيي چې هغه یو استعدادي او لایق لوبغاړی دی.که چيرې چنای سوپر کینکز لوبډله غواړي چې بریا ترلاسه کړي،نو د رایدو رول پکې ډير مهم دی.)) 

((په چنای سوپر کینکز لوبډله کې یوازینی هندي لوبغاړی امباتي رایدو دی چې راشدخان توپ اچونه حنثی کولی شي.))

د یادونې وړ ده چې چنای سوپر کینکز لوبډله په روانو ای پي ایل سيالیو کې مخ په ځوړه روانه ده او په ترسره کړل شوو ۷ لوبو کې یې یوازې دوه لوبې ګټلي او ۵ سيالۍ یې بایللي دي.

چنای سوپر کینکز لوبډله د مخکې تګ او دوهم پړاو ته د وتلو لپاره اړه ده چې راتلونکي ټولې سيالۍ وګټي.

که چيرې چنای سوپر کینکز لوبډله د مخکې تګ څخه محرومه شي.دا به د ای پي ایل سيالیو په تاریخ کې لومړی ځل وي چې چنای سوپر کینکز لوبډله د مخکې تګ څخه پاتي کیږي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ