کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې د بیټينګ ماسټر اې بي ډيویلیرز په تیره لوبه کې د کلکتې لوبډلې خلاف د نیمه سلیزې جوړولو او بریا وروسته د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او پدې سره نوموړي په ای پي ایل سيالیو کې د زیات ځلې د غوره لوبغاړي جایزو په خپلولو سره د کریس ګېل ریکارډ ته د پای ټکی کیښود. او د ای پي ایل سيالیو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې ۲۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی نومول کیږي.
د کلکتې خلاف په یاده لوبه کې ډيویلیرز په ۳۳ توپونو ۷۳ منډې جوړې کړې او لوبډلې یې په ټاکلو شل اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې کلکتې لوبډلې په ټاکلو اورونو کې یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او سيالي يې د ۸۲ منډو په تفاوت بایلوده.
په یادې بریا سره بنګلور لوبډلې پنځمه بریا هم خپله کړه او د جدول دریم مقام ته پوره ته شوه.
د یادونې وړ ده چې په ای پي ایل سيالیو کې زیات ځلې د لوبې غوره لوبغاړي ریکارډ د کینکز الیون پنجاب لوبډلې بریدګر اوپنر کریس ګېل سره وو.نوموړی د ای پي ایل سيالیو په تاریخ کې ۲۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی پاتي شوی دی.
ورپسې په دریم مقام روهیت شرما دی چې ۱۸ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی پاتي شوی دی.په څلورم مقام ډيویډ ورنر دی چې ۱۷ ځلې په ای پي ایل سيالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی پاتي شوی دی.
په پنځم مقام ډوهني (۱۷) ځلې او په شپږم مقام شین واټسن دی چې ۱۶ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی پاتي شوی دی.