کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۲۹مه لوبه کې تیره شپه چنای سوپر کینکز لوبډلې وکولی شول چې حیدراباد لوبډله له سختې ماتي سره مخ کړي.
چنای لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۷ منډې جوړې جوړې کړې.
په ځواب کې یې حیدراباد لوبډلې ټاکلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې وکړې او سیالي یې د شلو منډو په توپیر سره بایلوده.
د چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره توپ وهنه کې یوازې شین واټسن وو،چې تر ټولو يې ډیرې منډې جوړې کړې.
نوموړي په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.
رایدو هم ښه لوبه وکړه او ۴۱ منډې یې جوړې کړې.
د حیدراباد لخوا توپ اچونه کې راشدخان ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې،خو بې ویکټې پاتي شو.توپ وهنه کې یې بیا په ۸ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې او ویکټ په وهلو سره اوټ شو.
حیدراباد لپاره توپ وهنه کې زیاتې منډې کین ویلیمسن جوړې کړي وې،چې په ۳۹ توپونو یې ۵۷ منډې ترسره کړې.
نن به پدې سیالیو کې د ډهلي کېپټلز او راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.