میلیون جام | خبریال

میلیون جام

کریکبال وېبپاڼه- دا یو غوره ګام دی د کریکټ د پرمختګ او د ځوانو استعدادونو د تشویق او هڅونې لپاره د میلیون جام ګټې هم د کریکټ ادارې لپاره ترلاسه کیدونکي دي، هم د خصوصي سکتور لپاره او هم د لوبغاړو لپاره یې ګټې د یادولو دي.

۱- ددغه لیګ په غوره ترسره کیدنې سره به له یوې خوا د کریکټ نړیوالې شورا تؤجه افغاستان ته زیاته شي او له بلې خوا به ځوان او تنکي استعدادونه افغان کریکټ ادارې ته په لاس ورشي.

۲- د خصوصي سکتور لپاره د ګټې وټې ښه زامینه سازي پکې کیږي؛ بیلابېل شرکتونه کولای شي د میلیون جام معیارونو په پام کې نیولو سره لوبډلې سپنسر کړي او یا د دغو لوبو نورو برخو کې د بازارموندنې پر هدف سرمایه ګذاري وکړي.

۳- د لوبغاړو لپاره که له یوې خوا د مالي برخې د غښتلتیا سبب ګرځي؛ ولې بل اړخ ته ددوی لپاره د ځان او استعداد ښودنې غوره مؤقع ده تر څو نه یوازې د افغان کریکټ لوبډلې د انتخابوونکو پام ځان ته راوړوي بالکې د نړیوالو مشهوره لیګونو د لوبډلو مالکینو تر نظر لاندې هم راځي.

غوره مؤقعیت هم پر لوبو مستقیم اغېز لري
دا چې د میلیون جام سیالیو لپاره دا ځل د هیواد جنوب ختیځ خوست ولایت انتخاب شوی؛ غوره او پر ځای پرېکړه ده.
ځکه خوست ولایت د ښه آمنیتي وضعیت تر څنګ غوره چاپیریال او اقلیم درلودلو سره سره د کریکټ بې شمېره مینوال او تعقیبوونکي لري چې دا د میلیون جام د عاید لاسته راوړنې لپاره مثبت تمامیدای شي.

یادونه: که مسؤلین یاد لیګ په سم ډول مدیریت او کنټرول کړي نو باوري یم چې د شپږیزې لیګ راتلوونکو پړاؤونو ته به کریکټ بورډ مجبوره شي څو شپږیزه خوست ولایت کې ترسره کړي.

لیکنه: اکبرعلي سمون

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ