رباډا په ای پي ایل سيالیو کې تر ټولو چټکې ۵۰ ویکټې ترلاسه کړې | خبریال

رباډا په ای پي ایل سيالیو کې تر ټولو چټکې ۵۰ ویکټې ترلاسه کړې

کریکبال وېبپاڼه- د ډهلي کېپټلز لوبډلې مخکښ تېز توپ اچونکی کاګیسو رباډا تیره شپه د چنای سوپر کینکز لوبډلې خلاف په ای پي ایل سيالیو کې یو بل پړاو ته داخل شو او لومړی توپ اچونکی شو چې ای پي ایل سيالیو کې پنځوس چټکې ویکټې ترلاسه کوي.

رباډا چې په ای پي ایل سيالیو کې د زیاتو ویکټو اخیستونکو بالرانو په لیست کې لومړی مقام هم له ځان سره لري،د چنای سوپر کینکز لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي فاف ډوپلیسي په سوځولو سره دغه تاریخي هدف ته ورسید.

لدې وړاندې په ای پي ایل سیالیو کې د چټکو پنځوس ویکټو اخیستلو ریکارډ د کلکتې لوبډلې اف سپنر ورو توپ اچونکی سونیل سره وو.

هغه د ای پي ایل په ۳۲ لوبو کې پنځوس چټکې ویکټې ترلاسه کړي وې.خو رباډا په ۲۷ سيالیو کې دغه ویکټې ترلاسه کړې.

که د بالونو سره پرتله شي،رباډا په ۶۱۶ توپونو پنځوس ویکټې ترلاسه کړي.لاسیت ملینګا په ۷۴۹ توپونو او سونیل ناراین په ۷۶۰ توپونو چټکې ویکټې ترلاسه کړي دي.

یاده دې وي چې یاده سيالي ډهلي کېپټلز لوبډلې په پنځو ویکټو سره وګټله.

چنای لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړي وې.خو په ځواب کې یې ټاکل شوی هدف د ډهلي کېپټلز لوبډلې لخوا پداسې مهال ترلاسه شوې چې یو توپ یې هم ورته پریښوده.

د ډهلي کېپټلز لوبډلې لپاره توپ وهنه کې شیکر داون په زړه پورې لوبه ترسره کړی چې په ۵۸ توپونو یې ۱۰۱ ناسوځيدلي منډې وکړې.

نن پدې سیالیو کې حیدراباد له کلکته نایټ رایډرز او دوهمه لوبه کې ممبۍ انډيانز لوبډله د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ