حضرت ځاځی او نوین الحق په لنکا پریمیر لیګ کې واخیستل شول | خبریال

حضرت ځاځی او نوین الحق په لنکا پریمیر لیګ کې واخیستل شول

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا نوي کورني کرکټ (لنکا پریمیر لیګ) سیالیو د لوبغاړو نیلامۍ پړاو نن ترسره شو،چې پکې دوه افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او نوین الحق هم واخیستل شول.

حضرت الله ځاځی د لنکا پریمیر لیګ سیالیو دوهم راونډ کې د ګېلي ګلډيئټرز لوبډلې لخوا واخیستل شو او نوین الحق بیا په لسم روانډ کې د کنډي توسکرز لوبډلې واخیستل شو.

د حضرت ځاځي سره په لوبډله کې ځینې مشهور لوبغاړي شاهدخان افریدي،لاسیت ملینګا،کولین اینګرم،محمد عامر،سرفراز احمد او نور لوبغاړي شامل دي.

نوین الحق سره بیا مشهور لوبغاړي لکه کریس ګېل،وهاب ریاض،ناوان پراديپ،کوشل مندېس،لیام پلنکېټ شامل دي.

د یادونې وړ ده چې لنکا پریمیر لیګ سیالۍ د کرونا وبا له کبله څو ځلې له ځنډ سره مخ شوې او بالاخره سریلانکا کرکټ بورډ په نومبر میاشت کې ددغه سیالیو په ترسره کیدو پریکړه وکړه.

ټاکل شوي چې دغه سیالۍ به د راتلونکي نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل چې د دسمبر تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

پدې سیالیو کې پنځه لوبډلې کنډي توسکرز،جفنا سټالینز،ګېلي ګلډیئټرز،دمبولا هوکز،کولمبو کینکز لوبډلې ګډوه لري او دوی ترمنځ به ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره شي.

که څه هم د ډرافټ پړاو یې دومره په اعلی کچه لدې کبله نه وو،چې ځینې لوبغاړي په لیستونو کې موجود نه وو او بیا هم د لوبډلو لخوا واخیستل شول.

د نیلامۍ پړاو د پیل وړاندې د ځینو افغان لوبغاړو لکه اصغر افغان،سمیع الله شینواری،دولت ځدراڼ،ګلبدین نایب او د نور لوبغاړي لیست کې ورکړل شوي وو،خو یو هم بولۍ ته وړاندې نشو.

نوین الحق چې د ډرافټ پړاو په لیست کې هم یې نوم نه وو،خو نوموړی د بولۍ پر مهال د کېنډي توسکرز لوبډلې واخیستل شو.

پدغه لیګ نور د نړۍ مشهوره لوبغاړي لکه رسل،شعیب ملک،سټرلینګ،عثمان خان شینواری هم د بیلا بیلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي.

یاده دې وي چې پدغه لیګ کې د ګډون لپاره خارجي لوبغاړي اړ دي چې ۱۴ ورځې وړاندې یاد هیواد ته ځانونه وراسوي،ترڅو د قرنطین ټاکل شوي اجباري موده بشپړه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ