د امو لوبډلې وروسته مس عینک لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

د امو لوبډلې وروسته مس عینک لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ غازي امان الله خان لیسټ اې یو ورځنیو سیالیو په الیمینټر لوبه کې مس عینک لوبډلې په اوو ویکټو بند امیر لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د روان لیګ سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

په ننۍ لوبه کې بند امیر لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره په ۳۴ اورونو کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې اسانه هدف ورکړ.

د بند امیر لخوا په توپ وهنه کې یوازې درویش رسولي تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن پنځه ویکټې ترلاسه کړې.همداشان حسیب لکڼوال ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د مس عینک لوبډلې لخوا د لوبې په ۳۸ م اور کې ترلاسه او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د مس عینک له لوري توپ وهنه کې رحمت شاه زرمتي تر ټولو ډيرې ۶۸ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لخوا توپ اچونه کې حمزه هوتک درې ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي چې د یادو سیالیو پایلوبه به د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ