محمد نبي د ۴م ځل لپاره د ملبورن رنیګېډز سره د لوبیدو تړون وکړ | خبریال

محمد نبي د ۴م ځل لپاره د ملبورن رنیګېډز سره د لوبیدو تړون وکړ

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الروانډر محمد نبي عیسی خېل یو ځل بیا د ملبورن رنیګېډز لوبډلې سره تړون وکړ او نوموړی به د لسم پړاو بیګ باش سیالیو کې د پرلپسې څلورم ځل لپاره د ملبورن رنیګېډز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

ملبورن رنیګېډز لوبډلې هم تایید کړې چې افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل چې دوه فصله وړاندې یې دوی ته اتلوالي ور په برخه کړي وه،سږني موسم کې به هم له دوی سره یو ځای وي.

نبي عیسی خېل شپږم خارجي لوبغاړی شو چې په یاد لیګ کې یې لوبیدل تایید شوي،تیره ورځ انګلستانی ډیویډ مېلن د هوبرټ هریکنز لوبډلې سره یو ځای شوی وو.

محمد نبي عیسی خېل هم د ملبورن رنیګېډز لوبډلې سره په یو ځای کیدو خوښي وښودله او هغه وویل: ((په بیګ باش لیګ کې د رنیګېډز لوبډلې سره یو ځای د وخت تیرولو او د بهترینو لوبغاړو په وړاندې د ځان ازمویلو څخه ما همیشه ډیر خوند اخیستی دی.او ډیر خوښ یم چې د څلورم ځل لپاره د یادې لوبډلې لپاره لوبیږم. ))

محمد نبي لومړی لوبغاړی شو چې یاد کلب لخوا د هغه سره تړون کیږي.د یادې لوبډلې مشر روزونکي مایکل کلینګر د نبي په یو ځای کیدو خوښي وښوده او هغه یې یو بهترین الروانډر یاد کړ.

(( محمد نبي په هره برخه کې یو پیاوړی لوبغاړی دی او له همدې کبله د دوی لوبډلې لپاره یو ارزښتمن لوبغاړی شمیرل کیږي.نوموړی په مختلفو حالتو کې لوبې ښه څارلی شي او هغې مطابق ښه توپ وهنه او ښه توپ اچونه ترسره کولی شي.))

(( مونږ یو ځل بیا نبي ته په انتظار یو چې منځني برخه کې مونږ ته ښه توپ وهنه وکړي او همداشان په مهمو اورونو کې ښه توپ اچونه راته ترسره کړي.))

د محمد نبي عیسی خېل سره د یادې لوبډلې تړون پداسې مهال مخې ته راځي،چې په یاد لیګ کې نوی قانون هم رامنځ ته شو او په یوولس کسیزه لوبډله کې د دوو خارجي لوبغاړو په ځای اوس درې خارجي لوبغاړو لوبولو ته اجازه ورکړل شوه.

محمد نبي عیسی خېل اوسمهال په ای پي ایل سیالیو کې له حیدراباد لوبډلې سره دی،چې د ویلیمسن په شتون کې نوموړي ته په یوولس کسیزه لوبډله کې چانس نه برابریږي.

ټاکل شوي چې لس پړاو اسټرالیا بیګ باش سیالۍ به د راتلونکي دسمبر میاشتې په دریمه نېټه پیل چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ تر ۶مې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ