غدار کریکټ بورډ چې میلیون جام ته خنډونه جوړوي | خبریال

غدار کریکټ بورډ چې میلیون جام ته خنډونه جوړوي

کریکبال وېبپاڼه-د دوی شرطونو ته ځوابونه!
کله چې یو څوک غواړي خصوصي لیګ را منځ ته کړي،نو د کریکټ نړیوالې شورا او هم د اړوند کریکټ بورډ قانوني مراحل باید طۍ کړي.
د میلیون جام لپاره څو کاله وړاندې اسناد اخیستل شوي،خو میلیون جام د هغه وخت تر سره کوونکو سره د بورډ قرض پاتې کېږي.
موده وړاندې شاپور ځدراڼ غواړي دا لیګ بیا تر سره شي او د همدې لپاره مټې را بډ وهي،چې کله هم بورډ ته عارض کېږي،صلاح مشوره کوي،نو د کورني کریکټ اداره،کریکټ ډایریکټر او هم سرپرست اجرایه ریس دوی ته د لیګ د کولو لپاره د خپل مسؤلیت له مخې امضآ کوي او دوی له موبي ګروپ، هم چنار پروډکشن سره د دې لیګ د دوهم او دریم غړي په حیث کنیکشن کوي.
په بورډ کې شاپور ځدراڼ وایي؛ د دې لیګ تېرې ستونزې خو حل دي؟
له بورډ ورته د هو ځواب ویل کېږي،خو کله چې چیرمېن فرحان په انګلستان کې خبريږي،چې د موبي ګروپ د دې لیګ د خپرولو قرارداد کړی،نو پښې یې لزېږي.
ځکه چې دی د ملي تلویزیون د مشر میاخېل ملګری دی،د کریکټ بورډ په بودیجه یې ملي سپورټس ورته جوړ کړی.
دی فکر کوي چې که دا لیګ له لمر تلویزیون خپور شي نو د کریکټ بورډ ریښتینې څیره خو ټولو ته ښکاره کېږي؛ځکه یو دا چې ملي سپورټس په شپږ کیمرو شپږیزه خپروله او موبي ګروپ/چنار پروډکشن پلان لري او غواړي چې په څوارلس کیمرو میلیون لیګ خپور کړي،چې هم په اعلۍ کوالیټۍ برابر لېنزونه له هنده را غواړي.
بل دا چې کریکټ بورډ ته به چې موږ ویل تاسو ولې شپږیزه په خوست،ننګرهار او کندهار کې نه کوئ،چې هم هوا ښه ده،هم تماشه او…؟
دوی به فقط دا ویل چې د لایف خپرولو په برخه کې پروډکشن ستونزه لري.
چې دا دروغ یې د میلیون جام په تر سره کیدو رښتیا کېږي او لا دا چې لومړي ځل لپاره له ولایت څخه خصوصي لیګ تر شپږیزې په لوړ کیفیت خپرېږي.
چیرمېن بورډ ته زنګ کوي او امضآ کوونکو ته ښه انګلستانی عزت ورکوي،چې هغه له دوی هم پوښتلی شئ.
سره له دې چې دې مسؤلینو د خپل مسؤلیت پر اساس د صلاحیت له مخې دا حق درلوده،څو میلیون جام ته اجازه ورکړي او دا خبره په چیرمېن پورې تړلې نه ده.
تر دې وروسته له بورډ څخه د میلیون جام تنظیموونکو ته ویل کېږي چې موږ خو له داسې حالت سره مخ شو.
دلته هغه څهدچې شاپور ځدراڼ د میلیون جام چیرمېن ماته وویل لیکم یې؛
((کریکټ بورډ ته ورغلم،ماته یې وویل،میلیون جام خو زموږ پخوا قرضداری دی،ما ورته وویل میلیون جام قدرضداری دی،کنه د هغه وخت تر سره کونکي؟
هغه خو په کریکټ بورډ کې اوس هم ډبل معاشونه اخلي.ولې دې ورسره حساب نه کاو.
خو ماته ثبوتونه وښایاست،زه به یې قرض درکړم.
دا مې ورته امضآ کړ،چې زه به د میلیون جام قرض هم پرې کوم.))
حقیقت دا دی چې؛ نوي سلنه د کریکټ بورډ چارواکي او کارکونکي غواړي چې میلیون جام دې تر سره شي،خو فرحان قانون په لاس کې اخیستی.
شاپور ځدراڼ راته وویل؛
((ماته تاسو د اتل خطاب کوی، خو دې اتل ورته سوال او زارۍ وکړې،شپږ ځلې بورډ ته ورغلم،ورته مې وویل، ستونزې راته ما جوړوئ.
خو فرحان راته وویل؛میلیون جام رانه نه شې کولی،زور وهه/زور وهم.))
کریکټ بورډ وایي؛
د دې لیګ قانوني مراحل نه دي طۍ شوي.
د دې خو ځواب هماغه دی،چې امضآوې شوې،پاس یادونه وشوه،که یې امضآوې نه وي کړې،نو هغه دې دروغ ثابت کړي.
دوهم: دا چې؛وایي ملي لوبغاړي ملي شتمني ده،چې سرمایه ګزاري پرې شوې،نو د امنیت تضمین دې ورکړي.
ته وا موږ ماشومان یو،کندهار امن دی،که خوست،کابل امن دی،که خوست،دا ټکي د شپږ ځل لیدونو پر مهال ولې نه ویل کیدل؟
دریم: وایي شاپور کنټرک پلېر دی او کنټرک لوبغاړی داسې لیګونه او… نه شي کولی.
ښه چې شاپور ځدراڼ کنټرک لوبغاړی دی او د داسې کړنو قانوني حق نه لري، محمد نبي هم همداسې کنټرک لوبغاړی دی،هغه دې په کوم اساس بورډ غړی ټاکلی؟
شاپور چې داسې نه شي کولئ،حمید حسن په کوم اساس د سل بالیز ټورنمېنټ حق درلود،چې آن لومړی پړاو یې تر سره هم کړ.
څلورم: وایي دوی اعتباري بانک اکونټونه نه لري.
وا له عقل خلاصو،دا خصوصي لیګ دی،تا لیګ ته اجازه نامه ورکړه،نور د لوبډلو د خرڅلاو،اعتبار د میلیون جام په تنظیموونکو پورې اړه لري،هغوی به د لوبډلو د مالکانو د اعتبار او نه اعتبار ځواب ګوی وي/دي.
د کریکټ بورډ شرطونه او زما ځوابونه:
بورډ لیکي؛
۱- د مليون جام ليګ تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي چې لومړی بايد له هر څه وړاندې د تېرو کلنو حساب پاک او تصفيه کړي.
ځواب؛ دا دومره کاله ولې دا قضیه پټه او نن را برسېره شوه؟
ولې همدا قرضداران نن د فرحان په ریاست کې دندې لري؟
دا خو درته شاپور امضآ کړې،چې اسناد وښایه قرض زه پرې کوم.
خو پر ځان مو دلته عریضه کړې،چې همدا قرضداران مو بورډ کې په غټو دندو اوس هم لګیا دي.

۲- د میليون جام تنظيموونکي بايد کرکټ بورډ ته د بانک ګرنټي يا ضمانت په توګه مشخص مقدار پيسې ورکړي.
ځواب؛ دا مسأیل خو تر امضآ مخکې یادوري کېږي،خو د شاپور ضمانت منل شوی هم دی.

۳- د میليون جام تنظيموونکي بايد د کرکټ بورډ د فساد ضد يا انټي کرپشن کوډ د عملي کیدو شرايط مساعد او يقيني کړي، همدارنګه د ټولو هغه خلکو چې په دغه ليګ کې مالي سهم او ونډه لري؛ هويت او اړوند مالومات کرکټ بورډ ته وسپاري.
ځواب:دا کار هم تر امضآ مخکې کېږي،کله چې د جام تنظیموونکي ډاډ درکړ،نو دا هم د دوی مسؤلیت ګرځي.

۴- ملي لوبغاړي د هېواد پانګه ده، په هر يو يې خورا ډير مصارف شوي، چې د لوبغاړو د روغتيا او امنيت په برخه کې بايد د میليون ليګ موقف واضح او په اړوند يې له کرکټ بورډ سره په واضحو شرايطو توافق رامنځته شي.
ځواب: دا ټول مسأیل تر د بورډ د کورني کریکټ مسؤل،کریکټ ډایریکټر او اجرایه ریس تر امضآ مخکې ښودل شوي.
د روغتیا په اړه؛لوبغاړي به په خوندي ځای کې شپه کوي، فقط لوبه کوي او تیږې هم نه راباسي. پرې.امنیت د شهزاد محمدي،رحمت شاه او اضغر په پاکستان کې څوک نیسي،چې ته یې په اړه په ګلالي خوست کې اندیښمن یې دروغ جنه.

۵- د میليون جام تنظيموونکي بايد هغه څوک ونه اوسي چې له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد لري او پر همدې بنسټ بايد د ګټو د تضاد مخه ونيول شي.
ته چې شاپور ته د کنټرک/قرارداد خبره را مخکې کوې، محمد نبي عسی خېل د کوم قانون پر اساس بورډ ممبر دی.
حمید حسن په کوم اساس سل بالیز لیګ تر سره کړ؟

۶- تر هر څه وړاندې بايد د لوبغاړو ملي دندې (نشنل ډيوټي) ته لومړيتوب ورکړل شي.
ځواب:ملي دنده خو همدا تاسو ور ختمه کړه، لوبې سیریز او سفر نشته.
اوس چې په دې لیګ کې د ۴۰ لوبغاړو پر ځای ۱۵۰ لوبغاړي لوبېږي،دا ښه تمرین دی،که هغه چې په امراتو کې پرته له لوبو په لکونه ډالره ورباندې کمپ کوې؟

۷- د شرايطو د پوره کېدو نه وروسته بايد د رسمي چوکاټ له لارې د عدم اعتراض سند (NOC) اخيستلو لپاره کرکټ بورډ ته مراجعه وشي.
ځواب: د کریکټ بورډ کورني کریکټ ادارې، کریکټ ډایریکټر او اجرایه ریس د دې لیګ امضآ کړې،یا خو دوی له قانون نه خبره دي،یا خو د مسؤلیت باوجود ترې صلاحیت اخیستل شوی دی.

۸- کرکټ اوسمهال نه يوازې لوبه ده، بلکې د افغانانو پر هويت ګرځيدلی چې هيڅوک او لوری بايد د شخصي ګټو لپاره پارونکې څرګندونې او کړنې ونه کړي.
ځواب:هو کریکټ د افغانستان لپاره یو هویت دی،خو پر دې ارزښت خو همدا تاسو ملنډې ووهلې، شخصي ګټې خو تاسو پالی،د دې پر ځای چې خصوصي سکتور تقویه کړئ،مخه یې نیسئ.
د شخصي عقدې او ګټې لپاره ملي ګټې خرابوی.
یادونه:د کریکټ بورډ د ځینو هغو چې پوه لري او ملي احساس لري،د هغوی مخې ته دې دیوال وي.
د بورډ هر کس چې د میلیون جام خلاف وي او مخه یې نیسي،زه چیلېنج ورکوم،هره رسنۍ کې که د کریکټ پر اصولو او بنیاد راسره مناظره کوي.
که میلیون جام یې په اصولو رانه وګاټه او حذف یې کړ.
نو ما پر هغه ځای را ځوړند کړئ،چېرته چې مې پرون د ولسي مظاهرې پرېکړه لیک ولوست.
که مې پړ کړ،نو دا شرم دې پرې کړي،چې میلیون جام به نه ګوري.
لیکنه: بهار سمسور

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ