ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۵ ویکټو ار سي بي ته ستره ماتي ورکړه | خبریال

ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۵ ویکټو ار سي بي ته ستره ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۴۸مه لوبه کې چې د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه،پکې ممبۍ انډیانز لوبډلې په پنځو ویکټو په توپیر رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلمشر کېرون پولارډ د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنې نوبت بنګلور لوبډلې ته ورکړ.که څه هم په اماراتو ویشتنځایونو د ټاس ګټل دومره مهم ندي ثابت شوي چې زیاتره لوبډلې د ټاس ګټلو سره،سره بیا هم د لوبې پایله د دوی په ګټه نه وي،خو ممبۍ انډیانز لوبډلې وکولی شول چې د ټاس ګټلو ترڅنګ سیالي هم وګټي.

بنګلور لوبډلې د اوپنر لوبغاړي پاډیکل د (۷۴) منډو په مرسته ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره (۱۶۴) منډې جوړې کړې او ممبۍ لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف کيښوده.

ټاکل شوی هدف د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا د لوبې د شلم اور په لومړي توپ د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې له لوري په دوهم پوزیشن لوبیدونکي لوبغاړي سوریا کمار یادف تر ټولو ښکلي لوبه وکړه او په ۴۳ توپونو یې د ۱۰ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۷۹ ناسوځیدلي منډې وکړې.

د ار سي بي یا بنګلور لوبډلې لخوا توپ اچونه کې محمد سراج او چهال (۲-۲) ویکټې او همداشان کریس موریس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

لدې وړاندې د ممبۍ لپاره په توپ اچونه کې جسپرټ بومرا د ۱۴ منډو په ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړي وې.

پدې بریا سره ممبۍ انډیانز لوبډلې (پلې اف) پړاو ته د وتلو لار لا پسې پیاوړې کړې.

د سیالۍ غوره لوبغاړی سوریا کمار یادف ونومول شو چې ۷۹ ناسوځیدلي منډې یې کړي وې.

ټاکل شوي چې سبا به پدې سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ د ای پي ایل د ۵۶مې لوبې څخه ۴۹مه لوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ