د لنکا پریمیر لیګ د بیا ځنډیدو امکان! | خبریال

د لنکا پریمیر لیګ د بیا ځنډیدو امکان!

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا لومړي پړاو (لنکا پریمیر لیګ) سیالیو ترسره کیدو ته، تراوسه د سریلانکا حکومت اجازه نده ورکړې او احتمال دی چې دا سیالۍ به یو ځل بیا وځنډیږي.

لدې وړاندې دغه سیالۍ د تیرې مۍ میاشتې راهیسې دوه ځلې وځنډیدې او بالاخره د نومبر په ۲۱مه نېټه ددغه سیاليو په ترسره کیدو پریکړه وشوه،که چیرې دا سیالۍ بیا هم وځنډیږي دا به یې دریم ځل وي.

د یادونې وړ ده چې د لومړي پړاو لنکا پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو لا وړاندې سرته رسیدلی چې شاوخوا ۳۰ خارجي لوبغاړي د بیلا بیلو لوبډلو لخوا پکې اخیستل شوي.

په اخیستل شوو لوبغاړو کې د افغانستان لوبغاړو په ګډون ځینې مشهور خارجي لوبغاړي لکه افریدي،کریس ګېل،درن سمي،شکیب الحسن،ډرن براو شامل دي.

د هندوستان پخوانی لوبغاړی عرفان پټان وروستۍ لوبغاړی وو چې پدغه لیګ کې یې د کنډي ټسکرز لوبډلې سره تړون وکړ.

سریلانکا کرکټ بورډ په پلان کې لري چې دغه ۲۳ ورځنۍ لیګ د نومبر له ۲۱مې تر دسمبر ۱۳مې نېټې ترسره کړي.په هر حال سریلانکا کرکټ بورډ تراوسه د روغتیا وزارت لخوا اجازه لیک ندی ترلاسه کړی.

سریلانکا کرکټ بورډ د خارجي ورتلونکو لوبغاړو باندې ۱۴ ورځې قرنطین موده تیرولو لازمي ګرځولې چې دغه موده د نومبر له ۴مې پیلیږي.

د سریلانکا کرکټ بورډ سکرتر موهن ډي سیلوا تیره ورځ ویلي وو،که دوی ته تر دوشنبې ورځې پورې ددغه لیګ ترسره کیده اجازه ورنکړل شي،ممکن دغه لیګ به له ځنډ سره مخ شي.

((مونږ ددغه لیګ په اړه لږ څه پدې خواشیني یو،چې تراوسه روغتیا وزارت مونږ ته ددغه لیګ د ترسره کیدو اجازه نده راکړې.دوشنبې ورځ به وروستۍ وي.شاید مونږ دغه لیګ بیا وځنډوو.که چیرې بیا وځنډیږي،مونږ ته ډیر قیمتي تمامیږي.دا پدې معنا چې د خارجي لوبغاړو شتون به یوه پوښتنه وي.که نېټو کې یې تغیرات راغلل،دوی نور ځایونو کې بیا لوبیږي.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ