ویراټ کوهلي او ګنګولي د محکمې لخوا په لانجه کې را ګیر شوي | خبریال

ویراټ کوهلي او ګنګولي د محکمې لخوا په لانجه کې را ګیر شوي

کریکبال وېبپاڼه- د هندوستان مدراس محکمې لخوا د هند کرکټ لوبډلې په مشر ویراټ کوهلي او د هند کرکټ بورډ په مشر ساراپ ګنګولي تور لګیدلی چې یاد لوبغاړي د ( فنټاسي لیګ) په نوم انلاین اپلیکشن په مخ بیولو کې لاس لري.

د یادې محکمې لخوا د دغو لوبغاړو ترڅنګ ځینې اکټران لکه پراکش راج،تامنا بهتیا،سودیپ خان او نور اکټران هم تورن شوي چې دوی ددغه اپلیکشن په مخ بیولو کې لاس لري.

د (پانټسي لیګ) دغه انلاین اپلیکشنونه چې د ځینو لوبډلو لکه چنای سوپر کینکز،راجستان رویلز، د هند د ځینو ایالتونو،همداشان د مشهورو لوبغاړو په نوم جوړ شوي دي او دوی په انلاین بڼه د قمار بازی له لارې پیسې ټولوي.

د دوی په اړه د محکې لخوا وروسته له هغې ګام پورته شو،چې ددغه اپلیکشن د قمار وهلو له لارې پیسې ګټلي وې.خو هغه نوموړي کس ته پیسې ورنکړل شوې چې په نتیجه کې یې هغه کس ځان وژنه وکړه.

د یادو اپلیکشونو ملکان زیاتره وخت ځکه د نوموتو لوبغاړو په نومونو خپل اپلیکشنونه پر مخ بیایي،ترڅو په کروړونو پیسې پرې ترلاسه کړي.خو د محکمې لخوا یاد لوبغاړي ددې لپاره پوښتنو لپاره غوښتل شوي چې پدې اړه سپیناوی ورکړي،چې دوی ورسره لاس لري او که ولې د دوی په نومونو دغه اپلیکشنونه فعالیت کوي.

دا لومړی ځل ندی چې ویراټ کوهلي او تامنا بهتیا د محکمې لخوا په لانجه کې را ګیریږي.لدې وړاندې هم د دوی په اړه محکمه کې د انلاین قمار وهنې په نوم دوسیه ثبت شوي وه چې د دوی نیولو غوښتنه یې کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ