مارلون سمیولز له هر پارمټ څخه تقاعدي اعلان کړه | خبریال

مارلون سمیولز له هر پارمټ څخه تقاعدي اعلان کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې شهرت لرونکي لوبغاړي مارلون سمیولز د هر قسم کرکټ څخه د تل لپاره تقاعدي اعلان کړه.

سمیولز په ۲۰۰۰م کال کې نړیوال کرکټ پیل کړی وو.د هغې مودې راهیسې نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره په بیلا بیلو پارمټونو کې لوبې ترسره کړي دي.

سمیولز د ویسټ انډیز لپاره ۷۱ ټیسټ، ۲۰۷ یو ورځنۍ او ۶۷ شل اوریزې لوبې کړي چې له ۱۱ زرو څخه زیاتې منډې او همداشان د ۱۵۰ څخه زیاتې ویکټې یې پکې اخیستي دي.

د یادونې وړ ده چې د مارلون سمیولز د بهترینه بیټینګ په مټ ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال نړیوالو جامونو اتلوالۍ خپلې کړي وې.

د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام پایلوبې پر مهال،چې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په ستونزو کې راګېره وه.چې لس اورونو کې یې ۳۲ منډې درلودې او دوه ویکټې یې له لاسه ورکړي وې. نوموړي په ۵۸ توپونو د ۷۸ منډو جوړولو سره ویسټ انډیز ته اتلوالي ور په برخه کړه.

په ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پایلوبه کې بیا هم نوموړي په ۶۶ توپونو ۸۵ منډو په جوړولو سره د انګلستان په وړاندې په ۴ ویکټو بریا خپله کړي وه او ویسټ انډیز ته یې نړیوال جام ګټلی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ