د بومرا د بهترینه بالینګ په مټ ممبۍ لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

د بومرا د بهترینه بالینګ په مټ ممبۍ لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو لومړي کوالیفای روانډ کې ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۵۷ منډو توپیر ډهلي کېپټلز لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د روانو ای پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

ډهلي کېپټلز لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنې بلنه ممبۍ انډیانز لوبډلې ته ورکړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلې هم لدې فرصت ښه ګټه واخیسته،که څه هم چې ممبۍ انډیانز لوبډلې د سر لوبغاړی او کپتان روهیت شرما د اشوان په دوهم اور کې په صفر سره له لاسه ورکړ،خو ډي کوک لوبه جاري وساتله او د (۴۰) منډو جوړولو وروسته نوموړی د اشوان په توپ او د شکر داون په کیچ سره له لاسه ورکړ.

وروسته د سوریا کمار او اېشان کېشان ترمنځ ښه ملګرتیا ترسره شوه.

سوریا کمار یادف په ۳۸ توپونو د (۵۱) منډو جوړولو وروسته انریچ نوج لخوا اوټ کړل شو.

د ممبۍ لپاره په وروستیو کې هارډیک پانډیا ښکلي او چټکه لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۱۴ توپونو د ۵ شپږیزو په مرسته (۳۷) ناسوځیدلي منډې وکړې او همداشان کېشان هم د خپل مسؤلیت مطابق لوبه ترسره کړه.هغه په ۳۰ توپونو د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته (۵۵) ناسوځیدلي منډې وکړې.

ممبۍ انډیانز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره (۲۰۰) منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۲۰۱ منډو هدف کيښود.

د یاد هدف په مقابل کې د ډهلي لوبډلې پیل ښه نه وو.درې لوبغاړي پراتیف شا،اجینکیا رهاني او شیکر داون یې په صفر سره له لاسه ورکړل.

د ډهلي کېپتلز لوبډلې لخوا یوازې سټونیس وو چې تر نورو یې ډیرې (۶۵) منډې جوړې کړې.

بل لوبغاړی اکسر پټېل وو چې په ۳۳ توپونو یې ۴۲ منډې جوړې کړې.

په ټوله کې ډهلي لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۵۷ منډو په ستر توپیر ممبۍ انډیانز لوبډلې ته بایلوده.

د ممبۍ لپاره په توپ اچونه کې بومرا په ۴ اورونو کې یو مېډن،۱۴ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

ټرنټ بولټ ۲ اورونو کې یو مېډن،۹ منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

لدې وړاندې د ډهلي لپاره توپ اچونه کې اشوان د ۲۹ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

بومرا د ۴ ویکټو په اخیستلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

پدې بریا سره ممبۍ انډیانز لوبډلې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د یادونې وړ ده چې ممبۍ انډیانز لوبډلې لدې وړاندې څلور ځلې د ای پي ایل سیالیو اتلوالی خپله کړي ده او یاده لوبډله به هڅه کوي چې د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړي.

ډهلي کېپټلز لوبډلې به لدې وروسته د نومبر په ۸مه نېټه د بنګلور او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ګټونکي لوبډلې سره پایلوبې ته د لار موندنې سیالي ترسره کړي.

ټاکل شوي چې د بنګلور او حیدراباد لوبډلو ترمنځ سیالي به سبا ماښام (نومبر ۶مه) ترسره شي.

ددغو سیالیو پایلوبه به د نومبر په لسمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ