مورن مورکل د یوه اسټرالیاوي لوبغاړي په توګه بیګ باش کې لوبیږي | خبریال

مورن مورکل د یوه اسټرالیاوي لوبغاړي په توګه بیګ باش کې لوبیږي

کریکبال وېبپاڼه- د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی مورن مورکل د اسټرالیا هیواد د تابیعت په ترلاسه کولو سره به نوموړی د یوه سیمه ایز یا اسټرالیاوي لوبغاړي په توګه سیالۍ ترسره کړي.

مورن مورکل چې د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې خورا مشهور او چټک توپ اچونکی شمیرل کیده.نوموړی د سويلي افریقا هیواد سره د کرکټ پريښودو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره یو ځای اسټرالیا هیواد ته مهاجر شو.

نوموړي د سويلی افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۸۶ ټیسټ، ۱۷۷ یو ورځنۍ او ۴۴ شل اوریزې لوبې ترسره کړي وې.

اسټرالیا هیواد کې د پناه غوښتلو وروسته نوموړي ته روان کال د هغه ځای تابیعت هم ورکړل شو او لدې وروسته به نوموړی د یوه اسټرالیاوي لوبغاړي په توګه د کرکټ سیالۍ ترسره کوي.

تراوسه ښکاره نده چې نوموړی به د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي او که یه!،خو نوموړي په لسم پړاو بیګ باش سیالیو کې له برېسبن هېټ لوبډلې سره د یوه سیمه ایز یا کورني لوبغاړي په توګه تړون وکړ.

برېسبن هېټ هغه لوبډله ده چې پکې افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ هم شتون لري.

یادې سیالۍ به د راتلونکي دسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

مورکل ویلي چې هغه ته به په لومړیو کې د یوه سیمه ایز اسټرالیاوي په لوبغاړي توګه بلل کیدل لږ څه ناآشنا وي،خو وروسته به ورسره بلدتیا ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا خوښ دی چې د ژوند نوی پړاو به یو بل هیواد کې پرانیزي.

مورکل وویل،هڅه به یې دا وي چې بیګ باش سیالیو کې خپلې لوبډلې ته ښې لوبې ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ