د ډیلي او ممبۍ پایلوبه! | خبریال

د ډیلي او ممبۍ پایلوبه!

کریکبال وېبپاڼه- ډیلي د لومړي ځل لپاره د دې ستر ټورنمېنټ پای لوبه چې ځانګړی فرېشر هم لري لوبوي.
هندۍ کریکټ اداره هره چاره د خپل کریکټ اینده لپاره سر کوي،د شریس ایر د لوبډلمشرۍ تر شا ستر پیام دا هم دی چې هغه د هندۍ کریکټ لوبډلې راتلونکی د لوبډلمشرۍ کاندید دی.

هو دا لوبغاړی د اړوند برخې ډېرې ښې ځانګړنې هم لري.

بل لور ته ممبۍ درۍ ځلې د پای لوبې لوبول تجربه کړي او که سبا دا پای لوبهه وګټي،نو په ریکارډي توګه به د څلورم ځل لپاره دا جام پورته کوي.

نیږدې دواړه لوبډلې بیلنس او غښتلې هم دي،خو ممبۍ د یو داسې چا تر مدریت لاندې ده چې کم و زیات لس کاله یې د هند لپاره کریکټ کړی او هم د کیرن پولارد شتون د ددوهم بېکپ کپتان په توګه د ډیلي لپاره سرخوږی دی.

پولارد د ۲۰۲۰ کال د ویسټنډیز د سي پي اېل ټورنمېنټ ګټونکی لوبډلمشر دی او هم یې روان ای پي اېل کې په مهمو لوبو کې د روهیت شرما مسؤلیت بریالی مدریت کړ.

ممبۍ ښه پیلیز لوبغاړي لري،ډیکاک/کېشان، خو که روهیت شرما د اوپنېنګ پر ځای څلورم نمبر ته ځان بدلوي،ښه ده،ځکه هغه بیخي په فام کې نه دی او آن آن فیټ هم دی،خو د منځینۍ برخې توپ وهونکي خاص کر سوریا کمار بل سرخوږی دی،چې شاید ډیلي ورته جلآ پلان هم ولري.

تر ټولو مهمه یې لا دا چې ممبۍ د ښه پیلونکو تر څنګ ښه لوبه ختمونکي هم لري،هارډېک پنډیا/کرونال پنډیا او په خاص ډول کیرن پولالرد،چې تر اوسه د سوپزر سټرایکر ریکارډ هم له ځانه سره لري.

د حیدراباد خلاف تېره لوبه کې په څه کم پینځه اورونو کې د هارډېک پنډیا او ایشان کیشان ۷۸ منډې په وروستیو اورونو کې د دې لوبډلې یو بل مهم پوینټ دی.

خو سبا ممکن لوبډلمشر روهیت شرما همم په نوي موډ کې میدان ته ووزي،ځکه ده ډېر ځله همداسې کړي دي او سبا د یو لوبډلمشر په حیث باید چې همداسې وکړي.

د توپ اچونې په برخه کې به ضرور جسټ پرېټ بومرا ته د شکر دهوان او سټوینس تسلیمولو دنده ورکول کېږي،خو دا کار ټرېنټ بولټ هم کوي/کولی شي.

د ممبۍ د توپ اچونې شعبه هم ځانګړې ده او هر توپ اچونکی یې وېکټ اخیستونکی دی.
مهمه دا چې کخیسو راباډا او بومره په ۲۹ او ۲۷ وېکټو د روان ټورنمېنټ غوره توپ اچونکي هم دي.

باور لرم چې بومرا بیا هم مخکښ کیدای شي،ځکه رابآډا تر ډېره وروستي توپ اچونکي توپ وهونکي سوځولي،خو بومرا بیا آن تر ډېر د مقابلو لوبډلو د سر توپ وهونکي سوځولي.

که مممبۍ پر رباډا لږ غفلت هم وکړي،شاید د حیدراباد په څېر یې د ماتې باعث هم شي.
بل خوا بیا د ډیلي لوبډله هم چې تر پای لوبې راغلې دا په توکل یا د یو لوبغاړي په ښه لوبه نه ده اېن شوې.

دا لوبډله ځوان او غوره مدیر شریس ایر هم لري.

هم ورسره ښه لوبغاړي شته.
خاص کر د مارکوس سټوینس ټول چاری رول د ډیلي لپاره ځانګړی و/دی.

هغه هم ښه توپ وهونکی او هم ښه توپ اچونکی دی.

دهوان د دې ټورنمېنټ مخکښ توپ وهونکی دی،خو که د دې لوبډلې ځوان پیلیز توپ وهونکي پریتیو شاو ځان نه وی ورکړی،یو غټ چیلېنج و،خو بیګا مهمه لوبه کې یې پر ځای سټوینس پیل ورکړ او هغه هم یو ډېر ښه پیل.
خو د دهوان او سټوینس د ښه پیل سره ــ سره د ډیلي راتلونکو توپ وهونکو ښه رول ادآ نه کړ،چې د ۲۲۰ منډو پر ځای ۱۹۰ ته اوست را ښکته شو.

خو دا لوبډله پر ځان باور لري،که ځوانه لوبډله ده،خو په لوبغالي کې ډاډه ښکاري او همدا یې د بریا یو ستر علت دی.

پای لوبه ځانګړی فرېشر لري او دا شاید د ډیلي لپاره د مېس فیلډېنګ باعث شي،ولې لوبډلمشر ته د سټوینس او دهوان مشورې ډاډ ورکولی شي.

دې لوبډلې ته د ځوان ویکټ ساتونکي توپ وهونکي ریشاب پنټ توپ وهنه سبا ډېره مهمه ده او باید یې ورته ثابته هم کړي.
سبانۍ لوبه کې؛
د بومرا،رباډا،
نرتېج،بولټ
ډیکاک/دهوان
سټوینس/هارډېک
شریس/سوریا کمار
کیشان/ریشاب پنټ
رول ځانګړی دی.
خو د ممبۍ د توپ اچونې شعبه کې د لېګ سپېنر چهال چیلېنج د ډیلي توپ وهونکو خاص کر ښی لاسو ته لا سر ته پاتې دی.
د ممبۍ لوبډلې ته په کتو به سبانۍ لوبه تر ډېره د ممبۍ په اختیار کې وي،خو که ډیلي لوبډله زړه ونه درزوي شاید د تاریخ پاڼه واړوي.
زه د دواړو په بریا خوشالېږم،ممبۍ مې د خوښې لوبډله ده،خو ډیلي کې ۸۰% فیصده ځوانان لوبېږي،خاص کر د لوبډلمشر شریس ایر د ژوند په اړه چې څومره زه معلومات لرم،له ژور خراب کورني/اقتصادي حالت را پورته شوی او دی د هند راتلونکی د ملي لوبډلې کاندید مشر هم دی.
زه تر ډېره د نویو/ځوانو لوبغاړو پر ځلیدو خوښېږم.
اوس هغه وخت نه دی چې پلانی تجربه کار دی او دا جونیر.
که داسې وی،نو دوني په کور کې ناست او شریس ایر سبا پای لوبه لوبوي،داسې دې وارنر،کین وېلمسن،شن واټس او نور در واخله.
کریکټ د فکر،خو جذبې لوبه هم ده.
کریکټ د هماغې شیبې او لوبغالي لوبه ده،څوک چې په هماغه شیبه کې د ضرورت وړ لوبه وکړي،څوک چې په لوبغالي کې ښه ولوبېږي،هغه نو لوبه هم ګټي.
د ډیلي لوبډله سبا باید بیا هم دا ثابته کړي،چې دوی د پای لوبې لوبولو مستحق و/دي.
لیکنه:بهار سمسور

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ